ډېره اسماعیل خان (شال نیوز) : د جمعیت علمای اسلام (ف) د ضلعې تنظیم له خوا په جي پي او چوک کې احتجاجي مظاهره شوې ده. احتجاج کوونکو تور پورې کړی چې د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان د کور د څلور دېوالۍ بېحرمتي شوې او د هغه د زوی مولانا اسد محمود نامناسبه ویډیو جوړه شوې ده.
مظاهرې ته په وینا کې د جمعیت علمای اسلام مشرانو له حکومته غوښتنه کړې چې د مولانا فضل الرحمان د کور د څلور دېوالۍ د مبینه بېحرمتۍ له امله دې بښنه وغواړي. ویناوالو د مولانا اسد محمود د مبینه نامناسبې ویډیو جوړول هم غندلي او ویلي یې دي چې حکومت باید د دې پېښې وضاحت ورکړي.
د جمعیت مشرانو ویلي چې د دوی ګوند یوازې سیاسي نه، بلکې مذهبي او نظریاتي جماعت هم دی او په پاکستان کې د اسلامي نظام د نافذولو لپاره مبارزه کوي. هغوی ویلي چې د جمعیت کارکنان د مولانا فضل الرحمان په حکم هر ډول قربانۍ ته تیار دي او په هر حالت کې به د خپل مشر ترڅنګ ولاړ وي.
ویناوالو پر حکومت او سیاسي مخالفینو هم نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د جمهوریت دعوې کوونکو خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی. د جمعیت علمای اسلام د مشرانو د دغو تورونو په اړه تر اوسه د حکومت دریځ نه دی معلوم شوی.


شال نیوز