کابل (شال نیوز) : د طالبانو چارواکي وايي، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لینډسي به په نږدې ورځو کې اسلاماباد ته سفر وکړي او له پاکستاني چارواکو سره به د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانو ستونزو د حل په اړه خبرې وکړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ریچارډ لینډسي دا خبره د طالبانو د ریاست الوزراء د دفتر له رئیس ملا عبدالواسع سره د ویډیويي خبرو پر مهال کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، لینډسي ویلي چې بریتانیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان وضعیت له نږدې څاري او هڅه کوي چې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو او تفاهم لپاره زمینه برابره کړي.
نوموړي ویلي چې تر دې وړاندې یې هم له دواړو لورو سره لیدنې او مشورې کړې دي او اسلاماباد ته د خپل راتلونکي سفر پر مهال به د اړیکو د ښه کولو او د موجوده ستونزو د حل په لارو چارو خبرې وکړي.
خو تر اوسه ریچارډ لینډسي او د بریتانیا حکومت په خپله د دې سفر په اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو د ارګ د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالواسع په دې خبرو کې ویلي چې دوی غواړي له ګاونډیو، سیمهییزو او نورو هېوادونو سره د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنیاد ښې اړیکې ولري.
هغه زیاته کړې چې طالبان په خپل بهرني سیاست کې اقتصادي چارو ته لومړیتوب ورکوي او غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.
دا پرمختګ په داسې وخت کې شوی چې د پاکستان او طالبانو اړیکې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي ستونزو، د پولې پر سر د نښتو او یو پر بل د لګېدونکو تورونو له امله خرابې شوې دي.
پاکستان پر طالبانو تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسلهوال د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي، خو طالبان دا تورونه ردوي. د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو خرابېدو او د تجارتي لارو بندېدو د پولې دواړو غاړو ته سوداګرو، ټرانسپورټرانو او عامو خلکو ته هم ستونزې پیدا کړې دي.


شال نیوز