کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند ایران ته د خپل سرکاري سفر پر مهال د دغه هېواد د کرنې له وزیر غلام رضا نوري قزلجه سره ملاقات کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د تجارت او اقتصادي همکاریو پر زیاتولو خبرې کړې دي.
د طالبانو د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ملاقات کې د افغانستان او ایران د ګډ اقتصادي کمېسیون د راتلونکې غونډې پر جوړولو، ایران ته د افغانستان د کرنیزو پیداوارو پر لېږلو، د کسټم دفترونو پر ۲۴ ساعته فعال ساتلو او د افغان سوداګرو د ستونزو پر هوارولو خبرې شوې دي.
دواړو وزیرانو د ناقانونه مالونو د قاچاق د مخنیوي او د تجارت په برخه کې د نورو شته ستونزو پر حل هم بحث کړی دی. د ایران د کرنې وزیر غلام رضا نوري قزلجه ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې همکاریو ته تیار دی.
نوموړي د دواړو هېوادونو د ګډ اقتصادي کمېسیون د راتلونکې غونډې لپاره د بشپړو تیاریو او په یادو برخو کې د همکاریو د دوام ډاډ هم ورکړی دی. تر اوسه د ګډ اقتصادي کمېسیون د راتلونکې غونډې نېټه نه ده اعلان شوې.


شال نیوز