کابل (شال نیوز) : د طالبانو یوه پلوي فعال ادعا کړې چې د کابل ښار په اتمه ناحیه کې یوه شیعه ځوان د اهل سنت والجماعت عقیدې او حنفي فقهې د منلو اعلان کړی دی.
رحمتالله نومي دغه فعال پر خپلې ټولنیزې رسنۍ لیکلي، یاد ځوان د کابل ښار د اتمې ناحیې د علماوو شورا د غړو په حضور کې د شیعه مذهب د پرېښودو او د اهل سنت والجماعت عقیدې او حنفي فقهې د پیروۍ ژمنه کړې ده.
د نوموړي په وینا، دغه ځوان د علماوو شورا د غړو په وړاندې اعلان کړی چې له دې وروسته به د خپل ټول ژوند لپاره د حنفي مذهب پیرو پاتې کېږي.
نوموړي د دغه ځوان د هویت، د نوموړي د پرېکړې د لاملونو او د دې موضوع د نورو جزئیاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي. تر اوسه په خپلواکه توګه د دغه ادعا د کرهوالي، د ځوان د هویت او دې ته د نوموړي د رضایت په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.


شال نیوز