بر دیر (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په بر دیر ضلعه کې ضلعي انتظامیې د امن او امان د ساتلو لپاره دفعه ۱۴۴ نافذ کړې او د ۳۰ ورځو لپاره یې په جلسو، جلوسونو، ریلیو او احتجاجي مظاهرو بندیز لګولی دی.
د بر دیر ډپټي کمشنر ملک دلنواز خان وزیر د نومبر په ۱۳مه جاري کړي حکم کې ویلي چې په عامه ځایونو کې به له پنځو څخه د زیاتو کسانو په راټولېدو بندیز وي. د حکم له مخې، د ضلعي انتظامیې له مخکینۍ لیکلې اجازې پرته به د جلسو، جلوسونو، ریلیو، پرلتونو او احتجاجي مظاهرو کولو اجازه نه وي.
انتظامیې د لویو لارو، سړکونو، پلونو او عامو لارو په بندولو هم پابندي لګولې ده. د دې ترڅنګ به د ټرافیک په تګ راتګ او د ضروري سامانونو په رسولو کې د خنډ جوړولو اجازه هم نه وي.
په حکم کې ویل شوي چې د تقریرونو، لاؤډ سپیکرونو، پمفلټونو، بینرونو او سوشل میډیا له لارې د دغو بندیز لګول شوو فعالیتونو لپاره د خلکو په راپارولو هم پابندي لګول شوې ده.
خو انتظامیې ویلي چې د قانون نافذوونکو ادارو، امنیتي ځواکونو او په ډیوټۍ بوختو سرکاري مامورینو فعالیتونه به له دې بندیزونو مستثنا وي.
همدارنګه په جوماتونو کې اجتماعي لمونځونه، جنازې، نور مذهبي مراسم، ودونه او شخصي دستورې به له دې حکم څخه مستثنا وي. هغه غونډې هم کېدای شي چې له ضلعي انتظامیې څخه یې مخکې لیکلې اجازه اخیستې وي.
د بر دیر انتظامیې خبرداری ورکړی چې د حکم خلاف ورزي کوونکو پر ضد به د پاکستان د تعزیراتو د دفعې ۱۸۸ لاندې قانوني کارروایي کېږي. ډپټي کمشنر د بر دیر ضلعي پولیس افسر او ټولو اسسټنټ کمشنرانو ته هدایت کړی چې د حکم عملي کېدل یقیني کړي.
دا بندیزونه د نومبر له ۱۳مې نافذ شوي او د ۳۰ ورځو لپاره به برقرار وي.


جاوید ملنګ