ملاکنډ (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ملاکنډ سیمې ټولنیزې فعالې فرښتې نور ته د جګړو او بېکورۍ له امله د اغېزمنو خلکو د خدمتونو په بدل کې د ۲۰۲۶ کال ګلوبل ریکګنېشن ایوارډ ورکړل شوی دی.
د ایوارډ ورکوونکې ادارې د نومبر په ۱۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې فرښتې نور دا ایوارډ د مشرۍ په برخه کې د ښځو، ماشومانو، افغان کډوالو او نورو اړمنو خلکو د تعلیم، صحت او حقونو لپاره د کار کولو په بدل کې ترلاسه کړی دی.
د ادارې په وینا، سږ کال د دې ایوارډ لپاره شاوخوا ۱۵ زره کسانو درخواستونه ورکړي وو، چې یوازې ۵ اعشاریه ۸ فیصده یې د ایوارډ لپاره غوره شوي دي. خبرپاڼه وايي، فرښتې نور د مشرۍ، د پلانونو د عملي کولو او په پرېکړو کې د ایماندارۍ په برخو کې تر ټولو لوړې نومرې ترلاسه کړې دي.
فرښته نور د ملاکنډ په یوه داسې سیمه کې لویه شوې چې د ادارې د معلوماتو له مخې، د ښځو د تعلیم کچه پکې یوازې له دوو تر درېیو فیصدو پورې وه. نوموړې د خپلې سیمې له هغو لږ شمېر ښځو څخه ده چې د پوهنتون تعلیم یې ترلاسه کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، فرښتې نور له ماشومتوبه د خلکو خدمت پیل کړی و. کله چې په سوات کې د جګړو له امله ګڼې کورنۍ بېکوره شوې، هغې د دغو کورنیو لپاره چندې راټولې کړې او د خوراک، سرپناه او لومړنیو طبي مرستو په برابرولو کې یې برخه واخیسته.
اداره وايي، فرښتې نور د زرو افغان کډوالو نجونو په سکولونو کې د داخلولو لپاره هم مرسته کړې ده. هغې د سېلابونو له امله اغېزمنو ښځو ته د صحت او صفایۍ د سامانونو په برابرولو، د بېوزله کورنیو لپاره د طبي کېمپونو په جوړولو، د ښځو پر وړاندې د تشدد د مخنیوي او هغوی ته د روزګار د موقعو په پیدا کولو کې هم کار کړی دی.
فرښتې نور د صحافت، ډاکومنټرۍ فلمونو او سوشل میډیا له لارې هم د هغو خلکو ستونزې راپورته کړې دي چې غږ یې تر حکومتي ادارو نه رسېږي. نوموړې د ۲۰۲۵ نه تر ۲۰۲۷ کال پورې د پاکستان د وزیراعظم د ځوانانو د قومي کونسل غړې هم ده، چې پکې د ځوانانو او وروسته پاتې سیمو د خلکو د ستونزو استازیتوب کوي.
فرښتې نور ته تر دې وړاندې د «پرایډ آف خېبر پښتونخوا» ایوارډ هم ورکړل شوی و. په ۲۰۲۵ کال کې هغه د نړۍ په کچه د اغېز لرونکو سلو ښځو په فهرست کې شامله شوې وه او د ویمن چېنجنګ دي ورلډ اېشیا ایوارډونو کې یې هم دویم مقام ترلاسه کړی و.
د ګلوبل ریکګنېشن ایوارډونو ویاند الېکس سټرلنګ ویلي چې فرښتې نور د اړمنو خلکو د خدمت او د هغوی د ستونزو تر قومي کچې د رسولو له امله د دې ایوارډ لپاره غوره شوې ده.


شال نیوز