کرمه (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د کرمې ضلعې په بګن سیمه کې د بګن بازار د پېښې پر مهال د زیانمنو شوو کورونو او ګاډو مالکانو ته حکومت د معاوضې ۴۴ چیکونه ورکړي دي.
په دې لړ کې په جوړه شوې غونډه کې د امنیتي ځواکونو ونګ کمانډر او د کرمې ایډیشنل ډپټي کمشنر په متاثره کسانو چیکونه ووېشل. په غونډه کې د کوزې کرمې اسسټنټ کمشنر، ځايي مشرانو او د بګن بازار د پېښې متاثره کسانو ګډون کړی و.
د انتظامیې د معلوماتو له مخې، په دغو ۴۴ چیکونو کې ۴۰ هغو کسانو ته ورکړل شوي چې کورونه یې په پېښه کې وران شوي یا زیانمن شوي وو، او څلور نور د هغو ګاډو مالکانو ته ورکړل شوي چې ګاډو ته یې نقصان رسېدلی و.
په غونډه کې ونګ کمانډر وویل چې حکومت د بګن بازار د پېښې د متاثره کسانو د نقصان پوره کولو او د هغوی د ستونزو کمولو لپاره اقدامات کوي.
د نوموړي په وینا، د معاوضې ورکولو مقصد دا دی چې متاثره کورنیو ته یو څه مالي مرسته ورسېږي او د خپلو کورونو او نورو زیانمنو شوو شیانو په بېرته جوړولو کې ورسره اسانتیا وشي.
هغه وویل چې په سیمه کې د تلپاتې امن ساتل د حکومت او ولس ګډه ذمه واري ده او ځايي مشران باید په دې لړ کې له انتظامیې او امنیتي ادارو سره همکاري وکړي. نوموړي له ځايي مشرانو وغوښتل چې د خلکو ترمنځ اتفاق او یووالی وساتي او د بدامنۍ د مخنیوي لپاره خپل کردار ادا کړي.
انتظامیې تر اوسه دا نه دي ویلي چې په دغو چیکونو کې هر متاثره کس ته څومره پیسې ورکړل شوې دي او ایا د پېښې ټولو متاثره کسانو ته معاوضه رسېدلې ده که نه.


علي افضل افضال