پېښور (شال نیوز) : په پېښور کې د وائلډ لائف محکمې چارواکو پر موټروې له یو ګاډي څخه درې نایابه ښکاري مرغان نیولي دي، چې ویل کېږي عربي هېوادونو ته قاچاق کېدل. د وائلډ لائف محکمې په وینا، په دغو مرغانو کې دوه پېریګرین او یو شاهین شامل دي.
چارواکي وايي، دغه مرغان یې د قاچاق د یوې هڅې پر مهال نیولي دي. د وائلډ لائف محکمې کنزرویټر محمد نیاز او ډي ایف او مناهل وهاب درې واړه مرغان بېرته په ازاده فضا کې خوشي کړي دي.
تر اوسه دا نه ده معلومه شوې چې د مرغانو د قاچاق په تور څوک نیول شوي دي او که نه. د یادونې وړ ده چې په عربي هېوادونو کې د ښکاري مرغانو، په ځانګړي ډول د شاهینانو، ډېره غوښتنه ده او د دغو مرغانو د قاچاق د مخنیوي لپاره قانوني پابندۍ لګېدلې دي.


شال نیوز