کوټه (شال نیوز) : د پاکستان پوځ وايي، په بلوچستان کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو پر مهال اته وسله‌وال وژلي او د هغوی یوه لویه اندازه وسلې او مهمات یې هم ترلاسه کړي دي.

 

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې د نومبر په ۱۴مه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات د نومبر له ۱۳مې راهیسې د بلوچستان په کولپور، کردګاپ او نوشکي سیمو کې روان دي.

 

د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو د نومبر د ۱۳مې او ۱۴مې ترمنځ شپه په کولپور سیمه کې اته وسله‌وال وژلي، چې په وژل شویو کې یو ځانمرګی بریدګر هم شامل دی. د پاکستان پوځ ویلي، دغه وسله‌وال د هند له ملاتړ برخمنې ډلې 'فتنه‌الهندوستان غړي وو.

 

پوځ زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د کوټې – تفتان پر ملي لویه لار هم ګزمې او امنیتي تدابیر زیات کړي څو د ملکي وګړو تګ راتګ خوندي وساتل شي او د پوځي عملیاتو دوام ته زمینه برابره شي.

 

د خبرپاڼې په دوام ویل شوي، چې د نومبر په ۱۴مه د یادې وسله‌والې ډلې غړو د وسله‌والو کوادکوپټر ډرونونو په وسیله د پاکستاني ځواکونو پر ګزمې کوونکو پوځي موټرو برید کړی دی.

 

په دغه برید کې د پاکستان د پوځ دوه سرتېري، تورن عمر منهاس ناصر، چې د چکوال ولسوالۍ اوسېدونکی و، او حوالدار محمد عدنان خان، چې د کوټلي ستیاڼ اوسېدونکی و، وژل شوي دي.

 

د پاکستان پوځ زیاتوي، د دغو سرتېرو وژل کېدل به د امنیتي ځواکونو پر هوډ اغېز ونه کړي او په سیمه کې به د وسله‌والو پر ضد عملیات په هماغه شدت دوام ولري. د خبرپاڼې له مخې، په یادو سیمو کې د پاکولو عملیات به تر هغه وخته روان وي، څو د وسله‌والو ګواښ په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

 

د پاکستان پوځ په خپله خبرپاڼه کې وویل، د هند او ځینو نورو مخالفو استخباراتي ادارو په ملاتړ د فتنه‌ الهندوستان په نوم ډله هڅه کوي چې د ډرونونو، چاودېدونکو توکو او نورو پرمختللو تخنیکي وسایلو په کارولو سره ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه په نښه کړي.

 

خبرپاڼه زیاتوي، هند له دغې ډلې سره مالي مرستې کوي او ورته پرمختللي تخنیکي وسایل برابروي. خو د پاکستان پوځ ویلي، امنیتي ځواکونه د دغو ګواښونو پر وړاندې چمتو دي او وسله‌والو ته به د فعالیت اجازه ورنه کړي.

 

د پاکستان پوځ همدارنګه ویلي، چې د 'عزمِ استحکام' تر نوم لاندې د ترهګرۍ ضد عملیات به په بشپړ شدت دوام وکړي. دغه تګلاره د پاکستان د ملي امنیت د عمل پلان په چوکاټ کې د فدرالي عالي کمېټې له خوا تصویب شوې ده.

 

د خبرپاڼې په پای کې ویل شوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د قانون پلي کوونکې ادارې په هېواد کې د بهرني ملاتړ لرونکو وسله‌والو ډلو د له منځه وړلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.