راولپنډۍ (شال نیوز) : د پاکستان د هوايي پوځ مشر، مارشال ظهیر احمد بابر ازبکستان ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد له لوړپوړو دفاعي چارواکو سره د سیمه‌ییز امنیت او دوه‌اړخیزو پوځي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

 

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې د یوې خبرپاڼې له مخې، ظهیر احمد بابر د ازبکستان د دفاع وزیر، ډګر جنرال باتیر قدرت‌خوجایف بهراموویچ او د دغه هېواد د دفاع وزارت له مرستیال او د هوايي دفاع او هوايي ځواک له قوماندان، تورنجنرال برخانوف احمد جمالوویچ سره جلا لیدنې کړې دي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د ازبکستان د دفاع له وزیر سره په لیدنه کې د سیمې پر امنیتي وضعیت، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر موجودو دفاعي اړیکو او د پوځي بنسټونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

 

همدارنګه، د ازبکستان د دفاع وزارت له مرستیال او د هوايي دفاع او هوايي ځواک له قوماندان سره په لیدنه کې د ګډو پوځي تمرینونو، مسلکي تجربو د تبادلې او د پوځي وړتیاوو د لوړولو له لارې د دفاعي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

 

پاکستاني چارواکو ویلي، دغه لیدنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي اړیکو د پراختیا او د پوځي همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې دي.