ډېره اسماعیل خان (شال نیوز) : پولیسو د نشه يي توکو د خرڅلاو د مخنیوي لپاره د هغو کسانو د کورونو مخې ته پولیس اهلکار ځای پر ځای کول پیل کړي، چې د پولیسو په وینا، په وار وار د نشه يي توکو په کاروبار کې ښکېل پاتې شوي دي.

 

د پولیسو په وینا، دا لړۍ د ډېره اسماعیل خان په مجاهد نګر سیمه کې پیل شوې، چې د راشد نومي تن د کور مخې ته پولیس ځای پر ځای شوي دي. پولیس ادعا کوي چې د نوموړي خلاف د نشه يي توکو د خرڅلاو لسګونه مقدمې درج دي.

 

د ډېره اسماعیل خان د ضلعي پولیسو مشر (ډي پي او) زاؤالدین احمد په هدایت د سټي سرکل ډي اېس پي حافظ محمد عدنان د دې اقداماتو عملي کول پیل کړي دي.

 

پولیس وايي، په سټي او کېنټ سرکل کې به د هغو نورو کسانو د کورونو مخې ته هم پولیس ودرول شي، چې د نشه يي توکو د خرڅلاو په کاروبار کې په مسلسل ډول د لاس لرلو تورونه پرې دي.

 

ډي اېس پي حافظ محمد عدنان ویلي، د نشه يي توکو د خرڅلاو ترڅنګ به د جوارۍ د اډو او د فحاشۍ د مرکزونو د چلولو په تور د ښکېلو کسانو خلاف هم اقدامات کېږي.

 

د هغه په وینا، لومړی به دغو کسانو ته د غیرقانوني کاروبارونو د پرېښودو موقع ورکړل شي، خو که له خپلو کارونو لاس وانخلي، نو د کورونو مخې ته به یې پولیس ځای پر ځای شي.

 

نوموړي ویلي، د دې اقداماتو مقصد د نشه يي توکو، جوارۍ او نورو غیرقانوني کاروبارونو مخنیوی او په سیمه کې د امن او امان ساتل دي.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د کورونو مخې ته د پولیسو د ځای پر ځای کولو لپاره کوم قانوني حکم جاري شوی او دا اقدامات به تر کومې مودې دوام لري. د هغو کسانو دریځ هم مخې ته نه دی راغلی چې پولیسو یې د کورونو مخې ته اهلکار ځای پر ځای کړي دي.