کوهاټ (شال نیوز) : د کوهاټ ضلعې په میر احمد خېل سیمه کې د څارويو د یو فارم د چت پرېوتو له امله دوه غواګانې مړې شوې او دوه کسان ژوبل شوي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ کوهاټ د چارواکو په وینا، دا پېښه د امجد نومي تن د څارويو په فارم کې شوې، چې د چت پرېوتو له امله څلور غواګانې د ملبې لاندې شوې وې.
چارواکي وايي، د پېښې له اطلاع ترلاسه کولو وروسته د ریسکیو ډلې ځای ته ورسېدې او د ژغورنې کارونه یې پیل کړل. د ریسکیو کارکوونکو له ملبې څخه دوه غواګانې مړې او دوه نورې ژوندۍ راوایستلې.
په دې پېښه کې دوه کسان هم معمولي ژوبل شوي، چې د ریسکیو طبي ډلې له لومړنۍ درملنې وروسته د کوهاټ ضلعي مرکزي روغتون ته رسولي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، په ژوبلو کسانو کې یو شفیق نومېږي، چې د پنجاب اوسېدونکی دی او عمر یې شاوخوا ۴۰ یا ۴۱ کاله ښودل شوی دی. د دویم ژوبل شوي کس پېژندګلوي لا نه ده شوې.
د ریسکیو چارواکي وايي، د ژغورنې کارونه بشپړ شوي دي. تر اوسه د فارم د چت پرېوتو علت نه دی څرګند شوی.


شال نیوز