اورکزي (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د اورکزو ضلعې په فیروزخېل سیمه کې ناڅرګنده وسله والو پر یو موټر ډزې کړې دي، چې په نتیجه کې یې دوه کسان وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.
د پولیسو په وینا، دا پېښه د کلایې تاڼې په حدودو کې شوې ده. وسله والو پر موټر ډزې کړې، چې پکې سپاره دوه کسان په موقع وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.
پولیس وايي، د پېښې له اطلاع ترلاسه کولو وروسته پولیس موقعې ته رسېدلي او د وژل شوو کسانو مړي او ژوبل تن یې د کلایې روغتون ته رسولي دي. په روغتون کې ژوبل کس ته طبي امداد ورکړل شوی دی.
د سیمې ایس ډي پي او محبوب خان ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې داسې ښکاري چې دا پېښه د شخصي دښمنۍ له امله شوې وي، خو د اصل وجهې معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
پولیسو د وسله والو د نیولو لپاره هڅې پیل کړې دي او وايي چې د پېښې د ټولو اړخونو پلټنه کوي. تر اوسه د وژل شوو کسانو نومونه نه دي څرګند شوي او نه هم د برید ذمه واري چا منلې ده.


شال نیوز