اسلام اباد (شال ند فرېډم هاوس په ګډون ۳۰ نړیوالو بشري حقونو سازمانونو د پاکستاني فعال ادریس خټک د تښتونې او بندي کېدو د اوومې کلیزې په مناسبت، پر نوموړي لګول شوي تورونه بېبنسټه بللي او د هغه د سمدستي او بېقید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
دغو سازمانونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، ادریس خټک اووه کاله وړاندې په پاکستان کې تښتول شوی و او کورنۍ یې د اوو میاشتو لپاره د هغه د برخلیک او د ژوندي پاتې کېدو په اړه هېڅ معلومات نه درلودل.
په اعلامیه کې راغلي، نوموړی تر اووه میاشتنۍ بېدرکۍ وروسته د پاکستاني حکومت په توقیف کې وموندل شو او وروسته د هغو تورونو له مخې په ۱۴ کلونو بند محکوم شو چې نړیوال بشري حقونو بنسټونه یې بېبنسټه بولي.
۳۰ نړیوالو سازمانونو د ادریس خټک بندي کېدل د بشري حقونو یوه جدي سرغړونه او لویه بېعدالتي بللې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې نوموړی دې ژر تر ژره او پرته له کوم قید او شرطه خوشې کړي.


شال نیوز