میرعلي (شال نیوز) : د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې د نومبر ۱۴مه د یوې خبرپاڼې له مخې، د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ولسوالۍ کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ترسره کېدونکو عملیاتو په دوام، امنیتي ځواکونو د میرعلي، ډتهخېل او شاوخوا سیمو کې د وسلهوالو پر څو مرکزونو بریدونه کړي دي.
خبرپاڼه وايي چې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ له سختو نښتو وروسته، په تېرو ۱۲ ساعتونو کې د عليخېل په سیمه کې د دوو افغان وګړو په ګډون ۱۲ وسلهوال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې دوه دوه نور وسلهوال په میرعلي او ډتهخېل سیمو کې هم وژل شوي دي. د خبرپاڼې په وینا، دغو عملیاتو په سیمه کې د وسلهوالو شبکې ته دروند زیان اړولی دی.
خو د دغو نښتو پر مهال د پاکستان د پوځ دوه سرتېري، حوالدار عصمت علي، ۴۳ کلن د صوابۍ ولسوالۍ اوسېدونکی، او نایک آفتاب علي، ۳۲ کلن د مردان ولسوالۍ اوسېدونکی، هم وژل شوي دي. د پاکستان پوځ په خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو سرتېرو په جګړه کې زړورتیا ښودلې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې له وژل شویو وسلهوالو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. د پاکستان پوځ ادعا کړې چې دغه کسان د ملکي وګړو په وژلو او نورو ګڼو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وو. د پاکستان د پوځ په وینا، په سیمه کې به د پلټنې او تصفیې عملیات دوام وکړي، څو پاتې وسلهوال هم له منځه یوړل شي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د قانون پلي کوونکې ادارې به د «عزمِ استحکام» تر نوم لاندې د ترهګرۍ ضد عملیات په بشپړ شدت روان وساتي.
د پاکستان پوځ ویلي چې دغه عملیات د ملي عمل پلان د فدرالي عالي کمېټې له خوا تصویب شوي او موخه یې له هېواده د بهرنیو ملاتړ لرونکو ترهګریزو فعالیتونو له منځه وړل دي.


عامر داوړ