کابل (شال نیوز) : د سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو د ابن‌سینا پوهنتون پخوانی استاد او لیکوال دین‌ محمد جاوید د هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو پر وړاندې د طالبانو پر تګلارو د نیوکو له امله نیولی دی.

 

سرچینو ویلي چې جاوید د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې له خپل کور څخه نیول شوی او نامعلوم ځای ته وړل شوی دی. تر اوسه د هغه د ساتلو ځای او برخلیک نه دی معلوم.

 

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دین‌محمد جاوید په یوه غونډه کې د افغانستان له هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو سره د طالبانو پر چلند نیوکه کړې وه او ادعا یې کړې وه چې دغه ټولنې له منظم تبعیض او ځپنې سره مخ دي.

 

یوې سرچینې ویلي چې د طالبانو د استخباراتو یوه غړي په یاده غونډه کې د جاوید خبرې ثبت کړې وې او وروسته یې استخباراتي ادارې ته سپارلې وې. د سرچینې په وینا، جاوید د همدې خبرو له ثبتېدو او استخباراتي ادارې ته له رسېدو وروسته نیول شوی دی.

 

دین‌محمد جاوید د کابل د ابن‌سینا پوهنتون پخوانی استاد او لیکوال دی چې د افغانستان د قومي او مذهبي ټولنو د حقونو په اړه یې څرګندونې کړې دي. په افغانستان کې هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو په تېرو کلونو کې د امنیتي ګواښونو، بریدونو او تبعیض په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

 

د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مذهبي او قومي لږکیو د حقونو، د بیان د ازادۍ او د حکومت د منتقدانو د نیولو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

 

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې پر رسنیو، مدني فعالیتونو او د نظر پر څرګندولو محدودیتونه زیات شوي دي. طالبانو تر اوسه د دین‌محمد جاوید د نیولو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې او نه یې د هغه د نیولو لامل روښانه کړی دی.

 

شال نیوز په خپلواکه توګه د جاوید نیول کېدل، د هغه د ساتلو ځای او د نیولو ادعا شوی لامل نه دي تایید کړي.