لکي مروت (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې پولیسو د دوه کلن ماشوم د وژنې په تور دوه کسان نیولي دي. پولیس وايي، د وانډه شهاب خېل سیمې دوه کلن سهېل خان د اکتوبر په ۲۸مه له خپل کوره ورک شوی و، چې څو ساعته وروسته یې مړی په یوه بوجۍ کې وموندل شو.

 

د پولیسو په وینا، د ماشوم پلار صفت الله د اکتوبر په ۲۸مه سهار د ډاډیوالې پولیس تاڼې ته د خپل زوی د ورکېدو رپورټ ورکړی و. هغه ویلي وو چې ماشوم یې له کوره ورک شوی او له خپلوانو او ګاونډیانو د پوښتنو باوجود یې درک نه دی لګېدلی.

 

پولیس وايي، د ماشوم لټون یې پیل کړ، خو د هماغې ورځې مازیګر شاوخوا پنځه بجې ورته اطلاع ورکړل شوه چې د وانډه شهاب خېل د حبیب خېلو محلې په یوه کوڅه کې د ماشوم مړی په بوجۍ کې پروت دی.

 

د پولیسو په خبره، د ماشوم پلار د پېښې ځای ته ورغی او مړی یې د خپل زوی سهېل خان په نوم وپېژاند. مړی د پوسټ مارټم لپاره د سرای نورنګ تحصیل هېډکوارټر روغتون ته یووړل شو. پولیس وايي، د پوسټ مارټم له مخې ماشوم په تېره وسله وژل شوی و.

 

له دې وروسته پولیسو د نامعلومو کسانو پرضد د وژنې او تښتونې مقدمه درج کړه. د لکي مروت د ضلعي پولیسو مشر سجاد احمد صاحبزاده او د پلټنو څانګې مشر شېر حسن د پېښې د پلټنو لپاره ځانګړې ډله وټاکله.

 

پولیس وايي، د پلټنو پر مهال یې د پېښې له ځایه ځینې شواهد ترلاسه کړل. په دغو کې هغه بوجۍ هم شامله وه چې د ماشوم مړی پکې موندل شوی و. د پولیسو په وینا، د مړي ترڅنګ په کثافاتو کې د غوزانو پوستکي هم موندل شوي وو. ورته پوستکي د سیمې د یوه اوسېدونکي نعمت الله له کوره هم ترلاسه شول.

پولیس وايي، د ترلاسه شوو شواهدو او نورو پلټنو په نتیجه کې یې د وانډه شهاب خېل دوه اوسېدونکي، نعیم الله د نعمت الله زوی او رمضان د عنایت الله زوی، د ماشوم د وژنې په تور نیولي دي. د پولیسو په خبره، دواړه کسان نږدې ملګري دي او له پېښې وروسته له خپلو کورونو تللي وو.

 

پولیسو ویلي چې د ماشوم پلار هم د پلټنو پر مهال پر دغو کسانو د خپل زوی د وژنې دعوه کړې ده. د لکي مروت پولیس وايي، دواړه نیول شوي کسان یې عدالت ته وړاندې کړي او عدالت د نورو پلټنو لپاره د درېیو ورځو جسماني ریمانډ ورکړی دی.

 

پولیس وايي، د وژنې د وسلې د ترلاسه کولو او د پېښې د علت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي. تر اوسه د ماشوم د وژنې علت نه دی څرګند شوی او د نیول شوو کسانو دریځ هم مخې ته نه دی راغلی.