واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان په انګور اډه کې زدهکوونکو او ځايي اوسېدونکو احتجاج کړی او له چارواکو یې غوښتنه کړې چې هغو زدهکوونکو ته د تګ راتګ ځانګړی پاس ورکړي چې کورونه یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې یوې غاړې ته او ښوونځي یې بلې غاړې ته دي.
په احتجاج کې هلکانو او نجونو، ځايي مشرانو او د جمعیت علمای اسلام مشرانو ګډون کړی و. زدهکوونکو وویل چې ښوونځي ته د ورځني تګ راتګ لپاره د پاسپورټ شرط یې د زدهکړو پر وړاندې خنډ دی. هغوی له حکومت څخه وغوښتل چې د ځانګړي تعلیمي پاس یا بلې اسانه لارې په برابرولو سره یې ښوونځیو ته تګ راتګ اسانه کړي.
احتجاج کوونکو د هلکانو او نجونو لپاره د ښوونځیو او اړینو تعلیمي اسانتیاوو غوښتنه هم وکړه. هغوی ادعا وکړه چې په انګور اډه کې د یوه سرکاري ښوونځي ودانۍ د ګودام په توګه کارول کېږي او غوښتنه یې وکړه چې په کې درسونه بېرته پیل شي.
ګډونوالو وویل چې په سیمه کې د روغتیايي مرکزونو او ډاکټرانو کمی دی او ښځې د علاج لپاره له ستونزو سره مخ دي. هغوی د تعلیم او علاج تر څنګ په سیمه کې د تلپاتې امن او د روزګار د موقعو غوښتنه هم وکړه.
احتجاج کوونکو د ایف سي ساوت له مشر، د سویلي وزیرستان له کمانډنټ او د کوز سویلي وزیرستان له ډپټي کمشنر څخه وغوښتل چې د زدهکوونکو د تګ راتګ ستونزې ته ژر پام وکړي او په انګور اډه کې د تعلیم او علاج اسانتیاوې برابرې کړي.


ظفر وزير