پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د خوراکي توکو د خوندیتوب ادارې د نومبر پر ۱۳مه ویلي چې په پېښور کې یې له یوه مسافر وړونکي بس څخه شاوخوا ۱۵۰۰ کیلو د روغتیا لپاره زیانمنه غوښه او په بونېر ضلعه کې یې ۲۵۵۰ کیلو جعلي شات نیولي دي. ادارې ویلي چې په هري پور ضلعه کې یې د پاپړو جوړولو له یوې کارخانې څخه ۲۵۰ لیټره بدبویه تېل هم نیولي او له منځه وړي دي.

 

د ادارې ویاند وايي، په پېښور کې یې د پټ خبر پر بنسټ نیمه شپه یو مسافر وړونکی بس تلاشي کړ. په بس کې د غوا غوښه، ځیګر، لړموني او ژبې وموندل شوې. د ویاند په وینا، د لابراتوار ازموینو وښوده چې غوښه د خوراکي توکو د خوندیتوب له معیارونو سره برابره نه وه. ادارې غوښه هماغلته له منځه یوړه او پر مسوولو کسانو یې درنه جریمه ولګوله.

 

ویاند وايي، په بونېر کې د خوراکي توکو د خوندیتوب ادارې او د ضلعې انتظامیې په ګډه په یوه کور کې د جعلي شاتو جوړولو ځای وتاړه او په دې کار کې یې شکمن کسان ونیول. د هغه په وینا، له کوره د جعلي شاتو تر څنګ ۱۳۰۰ کیلو بوره، مصنوعي ځالې او نور سامان هم ترلاسه شو.

 

ادارې د دغه ځای د مالکانو پر ضد د خوراکي توکو د خوندیتوب د قانون له مخې ګامونه اخیستي او نیول شوي کسان زندان ته لېږدول شوي دي. په بونېر کې د یوې بلې پلټنې پر مهال ادارې د یوه څښاک ۲۸۸ بوتلونه په خپله ولکه کې واخیستل. د ادارې په وینا، په څښاک کې د حل شوو موادو کچه، چې په برېکس اندازه کېږي، له ټاکلي معیار څخه ټیټه وه.

 

په هري پور کې د ادارې ډلې د پاپړو جوړولو یوه کارخانه وکتله. د ادارې په وینا، د صفایۍ او د خوراکي توکو د خوندیتوب له اصولو د سرغړونې له امله د کارخانې پر انتظامیې درنه جریمه ولګول شوه.

 

د خوراک په چارو کې د خېبر پښتونخوا د ګورنر سلاکار کفایت‌الله ویلي چې په خوراکي توکو کې د ګډوډۍ، د جعلي توکو د جوړولو او د خوراکي خوندیتوب له قانون څخه د سرغړونې پر ضد به په ټوله صوبه کې کارروایۍ دوام ولري.