اسلاماباد (شال نیوز) : د پاکستان د پیپلز ګوند سناتورې شیري رحمان د ملګرو ملتونو د اقلیم له نړیوالې غونډې، سي او پي ۳۱، غوښتنه کړې چې پر ژمنو بسنه ونه کړي او داسې پرېکړې وکړي چې د اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخ هېوادونو ته مالي مرسته پر وخت او په عادلانه توګه ورسېږي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، نوموړې د نومبر په ۱۳مه په اسلاماباد کې په یوه بیان کې ویلي چې پرلهپسې طبیعي افتونه د پاکستان په ګډون د زیانمنو هېوادونو پورونه زیاتوي او د پرمختګ موقعې یې کموي.
رحمان د ترکیې د کوربهتوب هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د انتالیا غونډه د پرمختللو او مخ پر ودې هېوادونو ترمنځ د اختلافونو د کمولو موقع ده. د هغې په وینا، زیانمن هېوادونه د افتونو پر وړاندې د چمتووالي او له افتونو وروسته د بیا رغونې لپاره مالي مرستو ته اړتیا لري.
نوموړې د سکرو، تېلو او ګازو له صنعتونو سره پر حکومتي مالي مرستو هم نیوکه کړې ده. د هغې په وینا، په نړیواله کچه دغو صنعتونو ته پر ورکړل کېدونکو مرستو شاوخوا اووه ټریلیونه ډالره لګېږي، خو زیانمن هېوادونه د اقلیمي افتونو پر وړاندې د خلکو د ساتنې لپاره د پیسو له کمي سره مخ دي.
رحمان د «کلایمېټ اکشن ټرېکر» د اټکل په حواله ویلي چې که اوسنۍ تګلارې دوام وکړي، د روانې پېړۍ تر پایه به د نړۍ منځنۍ تودوخه د صنعتي دورې تر مخه کچې په پرتله شاوخوا ۲.۷ درجې سانتي ګرېډ لوړه شي. هغې ویلي چې د تودوخې زیاتوالی په پاکستان کې د خلکو روزګار، د خوراک او اوبو رسد او اقتصاد اغېزمنوي.
نوموړې ویلي چې د ۲۰۲۲م کال سیلابونو په پاکستان کې درې کروړه او ۳۰ لکه کسان اغېزمن کړي وو او ټول زیانونه یې شاوخوا ۳۰ اربه ډالره اټکل شوي وو. د هغې په وینا، د ۲۰۲۵م کال سیلابونو یوازې د کرنې په برخه کې شاوخوا یو ارب ډالر زیان اړولی و.
رحمان ویلي چې پاکستان د اقلیمي انصاف غوښتنه کوي او غواړي چې د اقلیمي مرستو د ژمنو د عملي کېدو حساب ورکړل شي. د ملګرو ملتونو د اقلیم ۳۱مه غونډه د نومبر په نهمه د ترکیې په انتالیا ښار کې پیل شوې او ټاکل شوې ده چې د نومبر تر ۲۰مې دوام وکړي.
له زیانمنو هېوادونو سره د مالي مرستو زیاتول او د اقلیمي افتونو پر وړاندې د هغوی چمتووالی د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه دي.


شال نیوز