هرات (شال نیوز) : د افغانستان په هرات ولایت کې د یو کروړ امریکايي ډالرو په پانګونه د المونیمو د څرخونو جوړولو لومړۍ فابریکه جوړه شوې ده.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، دغه فابریکه به د موټرو لپاره د المونیمو څرخونه تولیدوي او موخه یې په افغانستان کې د کورني صنعت پیاوړي کول، له بهرنیو هېوادونو څخه د وارداتو کمول او بازار ته د معیاري توکو وړاندې کول دي.
ویل شوي چې په دې فابریکه کې به د نړیوالو معیارونو مطابق څرخونه جوړېږي او د تولید پر مهال به یې مضبوطوالي، دوام او تخنیکي معیارونو ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
د فابریکې جوړوونکي تمه لري چې د دې صنعتي پروژې په فعالېدو سره به د افغانستان په بازارونو کې د کورنیو تولیداتو برخه زیاته شي او له بهرنیو هېوادونو څخه د المونیمي څرخونو پر وارداتو به تکیه کمه شي.
دغه راز تمه کېږي چې د فابریکې له فعالیت سره به ځايي خلکو ته د روزګار نوي فرصتونه هم برابر شي. هرات د افغانستان له مهمو صنعتي او سوداګریزو مرکزونو څخه ګڼل کېږي او په دغه ولایت کې د نویو فابریکو جوړېدل د کورني تولید او خصوصي پانګونې د پراختیا لپاره مهم بلل کېږي.
تر اوسه د دې فابریکې د ورځني تولید، د کارکوونکو د شمېر او بازار ته د محصولاتو د وړاندې کولو د نېټې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.


شال نیوز