اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان حکومت اعلان کړی چې هوډ لري د روان میلادي کال تر پایه اسلام‌اباد د نړۍ په لومړنۍ بشپړه بې‌نغدو پیسو پلازمېنې بدل کړي.

 

د دغه پلان له مخې، د ډسمبر له لومړۍ نېټې وروسته به په دولتي ادارو کې نغدي پیسې د ورکړې د وسیلې په توګه نه منل کېږي او ټاکل شوې چې د کال تر پایه د دغه ښار ټول سوداګر د ډیجیټلي ورکړې له سیسټم سره ونښلول شي.

 

د پاکستان د کورنیو چارو په برخه کې د دولت وزیر، طلال چوهدري د جمعې په ورځ د 'اسلام‌اباد بې‌نغدو پیسو' تر سرلیک لاندې یوې غونډې ته ویلي، د دغه پروګرام پلي کول د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په لارښوونه په چټکۍ سره روان دي.

 

چوهدري زیاته کړې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي لومړي وزیر ته ژمنه ورکړې، څو اسلام‌ اباد د پاکستان لومړنی بې‌نغدو پیسو ښار او د نړۍ لومړنۍ پلازمېنه کړي چې په بشپړ ډول پکې ډیجیټلي تادیات کارول کېږي.

 

د نوموړي په وینا، د نومبر له ۳۰مې وروسته به په اسلام‌اباد کې دولتي ادارې او د پلازمېنې پراختیا اداره هېڅ ډول نغدي تادیات ونه مني. هغه ویلي، د حکومت موخه دا ده چې د ډسمبر میاشتې تر پایه د اسلام‌اباد ټول سوداګر د برېښنايي او ډیجیټلي پیسو د ورکړې له سیسټم سره وصل شي.

 

د پاکستان د کورنیو چارو په برخه کې د دولت وزیر څرګنده کړې چې تر دې مهاله په اسلام‌اباد کې ۲۶ زره سوداګر د ډیجیټلي تادیاتو له سیسټم سره یوځای شوي دي.

 

نوموړي زیاته کړې چې ډېر ژر به د برېښنايي پیسو د ورکړې اسانتیاوې د سړک غاړې له ګرځنده پلورونکو نیولې، تر لویو سوداګریزو مرکزونو پورې په ټولو کچو کې برابرې شي.

 

د پاکستان د حکومت په باور، د دغه پلان پلي کول به د مالي راکړې ورکړې روڼتیا زیاته، د مالیاتو راټولولو بهیر اسانه او د سوداګریزو معاملو څارنه اغېزمنه کړي.

 

په ورته وخت کې، د پاکستان ټول اړوند دولتي بنسټونه د اسلام‌اباد د یوه عصري او ډیجیټلي ښار په بدلولو کې همکاري کوي. دا اقدام د پاکستان د حکومت د هغه پراخ پروګرام یوه برخه ده چې له مخې یې غواړي په ټول هېواد کې مالي راکړې ورکړې او تادیات ډیجیټلي کړي.

 

شهباز شریف تېره اوونۍ هم چارواکو ته لارښوونه کړې وه چې په پاکستان کې د سل سلنې ډیجیټلي تادیاتو د سیسټم د رامنځته کولو لپاره روښانه کاري نقشه او د پلي کېدو مشخص مهالوېش چمتو کړي.

 

شریف بې‌نغدو پیسو اقتصاد د خپل حکومت له مهمو لومړیتوبونو بللی او ویلي یې دي چې دغه اقدام کولای شي د هېواد اقتصادي روڼتیا زیاته کړي.

 

د پاکستان د حکومت د معلوماتو له مخې، په فدرالي او ایالتي دولتي ادارو کې هم د تادیاتو د ډیجیټلي کولو بهیر روان دی او ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶ کال تر ډسمبر پورې به عملي شي.