اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو شورا ۳۰مه دوه ورځنۍ غونډه به سبا (یکشنبه) د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ په اسلام‌اباد کې پیل شي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې غونډه کې به د ایکو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ، پانګونې او د غړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

 

د وزیرانو شورا تر غونډې مخکې به د دغه سازمان د غړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو غونډه جوړه شي چې په ترڅ کې به یې د ایکو فعالیتونه، پروګرامونه او د راتلونکو همکاریو اړوند موضوعات وارزول شي. د چارواکو په دې غونډه کې به پر مطرح شویو موضوعاتو وروسته د بهرنیو چارو وزیرانو شورا بحث وکړي.

 

پاکستان چې د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره یې د ایکو دوره‌یي مشري پر غاړه اخیستې، ویلي چې د 'پیاوړي ایکو لپاره د سیمه‌ییزپالنې بیا راژوندي کول' تر شعار لاندې به د دغه سازمان موخې تعقیب کړي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دغه هېواد مشري به د سیمه‌ییز اتصال پیاوړتیا، د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پراختیا او د سیمه‌ییزې یووالي پر ژورولو متمرکزه وي، څو د دوامدارې پراختیا، اقتصادي ودې او ګډې هوساینې لپاره زمینه برابره شي.

 

خو د دې غونډې په درشل کې یوه مهمه موضوع د طالبانو د استازو نه‌بلل کېدل دي. سره له دې چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان غړی هېواد دی، پاکستان د طالبانو حکومت استازو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړې.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د تېرې یکشنبې په ورځ ویلي وو: “موږ د ایکو سازمان د کړنلارې له مخې افغانستان ته بلنه نه‌ده ورکړې.”

 

په ورته وخت کې، د غونډې د چمتووالي پر مهال په خپرو شویو بنرونو کې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام درې رنګه ملي بیرغ لیدل کېږي چې د طالبانو د استازو د نه‌بللو ترڅنګ یې هم پام ځانته اړولی دی.

 

د طالبانو د استازو د نه‌بللو په اړه د دغه ډلې د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې سیاسي اختلافات باید په اقتصادي غونډو کې د افغانستان د ګډون خنډ نه‌شي.

 

نوموړي ټینګار کړی چې د ایکو غونډه اقتصادي موخې لري او د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره جوړېږي، نو افغانستان باید په‌کې ګډون ولري، ان که د سیاسي موضوعاتو په اړه د غړو هېوادونو ترمنځ اختلافات هم موجود وي.