کابل (شال نیوز) : په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د خپل پلار، د حقاني شبکې د بنسټګر، جلالالدین حقاني په نوم یو لوی جومات جوړ کړی چې د جوړولو چارې یې بشپړې شوې او د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شوی دی.
د طالبانو اړوند رسنیو راپور ورکړی چې دغه جومات د کابل ښار په ختیځ کې د نادرخان غونډۍ ته څېرمه جوړ شوی او د ۲زرو لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري. د دغه جومات د جوړولو چارې شاوخوا دوه کاله وخت نیولی او د طالبانو ځینو چارواکو یې د جوړولو لګښت څه باندې دوه میلیونه ډالره ښودلی دی.
خو د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول نه دي روښانه کړي چې د دې ودانۍ لګښت له کومې سرچینې برابر شوی دی. په ورته وخت کې، د حقاني شبکې ځینو غړو ادعا کړې چې د جومات پر جوړولو تر یو میلیون ډالرو ډېر لګښت شوی دی.
په دې توګه، د جومات د لګښت په اړه په خپرو شویو راپورونو کې بېلابېل ارقام وړاندې شوي، خو د لګښت کره اندازه او د تمویل سرچینه یې لا هم روښانه نه ده. جلالالدین حقاني د حقاني شبکې بنسټګر و او زوی یې سراجالدین حقاني اوس د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د دې شبکې مشر دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اړوند اسنادو کې هم د حقاني شبکې د بنسټګر په توګه د جلالالدین حقاني نوم یاد شوی او دغه شبکه د هدفي وژنو، ځانمرګو بریدونو او تښتونو په ترسره کولو تورنه شوې ده.
د جلالالدین حقاني په نوم د دغه نوي جومات پرانیستل په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د بېلابېلو برخو د پراختیا او عامه خدمتونو لپاره د سرچینو د لګولو په اړه پوښتنې مطرح کېږي.


شال نیوز