چمن (شال نیوز) : د بلوچستان د چمن ضلعې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوې ښځینه افسرې د اسسټنټ کمشنرې په توګه خپله دنده پیل کړې ده. نوې مقررې شوې اسسټنټ کمشنرې ایډا ګل د خپلې دندې له سنبالولو وروسته د ښار د بازارونو او سړکونو دوره کړې او د ولسي ستونزو د هوارولو لپاره یې د عملي اقداماتو اعلان کړی دی.
د ایډا ګل د مقررۍ هرکلی د چمن ځايي اوسېدونکو، قبایلي مشرانو او ټولنیزو فعالانو کړی دی. د هرکلي پر مهال هغې ته د ګلونو امېلونه ورپه غاړه کړل شوي او ګډونوالو هیله څرګنده کړې چې نوې اسسټنټ کمشنره به د ضلعې د خلکو د اوږدې مودې ستونزو ته پام وکړي.
ایډا ګل د خپلې دندې له پیلولو وروسته د چمن ښار له بېلابېلو بازارونو او مصروفو سړکونو لیدنه کړې ده. هغې د ټرافیکو د بندېدو، پر سړکونو د غیرقانوني قبضو او د دوکانونو مخې ته د سامانونو د اېښودلو له امله د خلکو ستونزې کتلي دي.
هغې دوکاندارانو او هغو کسانو ته چې پر سړکونو او عامه لارو یې غیرقانوني قبضې کړې دي، خبرداری ورکړی چې خپلې قبضې دې په خپله ختمې کړي، ګنې انتظامیه به یې پر ضد له توپیر پرته قانوني کارروایي وکړي.
ایډا ګل تر دې وړاندې هم په پښتني قبایلي سیمو کې انتظامي دندې ترسره کړې دي. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، هغې په خپلو پخوانیو دندو کې د ښځو ستونزو، تعلیم او د ژوند د بنیادي اسانتیاوو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه کړې وه.
نوموړې له رسنیو او ځايي خلکو سره په خبرو کې ویلي چې چمن یوه قبایلي سیمه ده او انتظامیه پکې له بېلابېلو ستونزو سره مخ ده، خو هڅه به وکړي چې د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، ستونزو ته د رسېدو لپاره عملي ګامونه واخلي.
هغې اعلان کړی چې ډېر ژر به د ښځو لپاره ځانګړې پرانیستې کچهري جوړه کړي، څو ښځې وکولای شي خپلې ستونزې او شکایتونه په ازاده توګه له انتظامیې سره شریک کړي.
د ایډا ګل په وینا، په قبایلي سیمو کې ډېرې ښځې د خپلو ستونزو د بیانولو لپاره سرکاري دفترونو ته په اسانۍ نه شي تللی. د ښځو لپاره د ځانګړې کچهري جوړولو مقصد دا دی چې هغوی ته د خپلو شکایتونو د وړاندې کولو او د ستونزو د هوارولو موقع ورکړل شي.
اسسټنټ کمشنرې ویلي چې د چمن ښار صفایي، د ټرافیکو د نظام ښه کول، د غیرقانوني قبضو ختمول او د مصنوعي ګرانۍ مخنیوی به یې د کار په لومړیتوبونو کې شامل وي.
هغې زیاته کړې چې دوکاندارانو او سوداګرو ته به سرکاري نرخنامې ورکړل شي او هغه کسان چې له ټاکل شوو نرخونو په لوړه بیه سامانونه خرڅوي، د قانون له مخې به ورسره چلند وشي. د چمن ځايي اوسېدونکو او ټولنیزو فعالانو د ایډا ګل مقرري د ضلعې په انتظامي چارو کې یو مهم پرمختګ بللی دی.
د دوی په وینا، د نوې اسسټنټ کمشنرې لپاره به تر ټولو لویه ازموینه د خلکو د ورځنیو ستونزو هوارول، د ښار د صفایۍ او ټرافیکو د نظام ښه کول، د ګرانۍ مخنیوی او په ځانګړي ډول ښځو ته د سرکاري ادارو له لارې د خپلو ستونزو د حل زمینه برابرول وي.


نعيم اچکزئي