پېښور (شال نیوز) : په پېښور کې د مسافرو د شمېر زیاتوالي او د هغوی د سفري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بي آر ټي (زو پېښور) د بسونو خدمت پراخ شوی، چې له مخې یې پر دوو ګڼې ګوڼې لرونکو لارو ۲۵ نوې بسونه شاملې شوې دي. همدارنګه، پر سوېلي رینګ روډ به نوی سفري مسیر هم پیل شي.

 

د زو پېښور ادارې د معلوماتو له مخې، پر اي آر-۱ او ایس ار-۲ لارو به ۲۵ نوې، ۱۲ متره اوږدې بسونه وچلول شي. له دې زیاتوالي سره به پر دغو دواړو لارو د بسونو شمېر له ۵۹ څخه ۸۴ ته لوړ شي.

 

د بسونو په شمېر کې د زیاتوالي موخه د مسافرو د انتظار وخت کمول، د ګڼې ګوڼې مخنیوی او خلکو ته د ارام سفر اسانتیا برابرول دي.

 

بل لوري ته، پر سوېلي رینګ روډ به د ډي ار-۱۷ په نوم نوی مسیر د نومبر میاشتې له ۱۶مې، د ګل په ورځ، پیل شي. دغه مسیر به له چمکني څخه د حیات آباد تر مال پورې غځېدلی وي او په اوږدو کې به ۲۷ تمځایونه ولري.

 

د دغه نوي مسیر په پیل سره به د استوګنیزو سیمو، ښوونیزو ادارو او سوداګریزو مرکزونو ته د خلکو تګ راتګ اسانه شي. د مهالوېش له مخې، له چمکنۍ څخه به لومړۍ بس سهار اووه بجې حرکت کوي، په داسې حال کې چې د حیات آباد له مال څخه به لومړۍ بس سهار په ۸ بجې او ۲۰ دقیقې روانېږي.

 

پر دې مسیر به د بسونو خدمت تر ماښام اووه بجو پورې دوام ولري او په لومړي پړاو کې به د دوو بسونو ترمنځ ۱۵ دقیقې واټن وي.

 

د چټک بس منصوبه کال دوه زره شلم کې د اګست مياشت کې شروع کړې شوې ده۔ د چټک بس منصوبي چارواکو ترمخه بي آر ټي بسونو کې د روزانه په بنياد دري نيم لکه پوري مسافر سفر کوي چي پکې ديرش فيصده ښځي شاملي دي۔ چټک بسونه مسافرو ته د پيښور څوکنو نه کارخانو پورې د سفر سهولت ورکوې۔