لنډي کوتل (شال نیوز) : ټرایبل جرنلسټس کونسل د خېبر ضلعې د لنډي کوتل پرېس کلب مشر امان علي شینواري ته په سوشل میډیا د وژلو د ګواښونو په ورکولو سخته اندېښنه څرګنده کړې او له حکومتي چارواکو یې غوښتنه کړې چې ګواښونه ورکوونکی کس ونیسي او د خبریالانو د تحفظ لپاره ګامونه پورته کړي.

 

د ټرایبل جرنلسټس کونسل صدر صفدر داوړ او نورو مشرانو په یوه ګډ بیان کې ویلي چې په سوشل میډیا د لنډي کوتل پرېس کلب د صدر امان علي شینواري تصویر خپرول او د نوم په اخیستو ورته د وژلو ګواښونه کول یوه ډېره جدي پېښه ده چې د قانون نافذوونکو ادارو باید ورته سمدستي پام وکړي.

 

په بیان کې ویل شوي چې خبریالانو ته په ښکاره د وژلو ګواښونه ورکول نه یوازې د هغوی ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې د صحافت پر ازادۍ او د اظهار پر حق هم نېغ په نېغه برید دی.

 

د کونسل مشرانو ویلي چې خبریالان د ټولنې ستونزې رابرسېره کوي، د خلکو غږ تر چارواکو رسوي او د عام ولس د حقونو لپاره خپل مسلکي مسؤلیت ترسره کوي، خو په دې لاره کې له ګواښونو، فشارونو او وېرې سره مخامخ کېږي.

 

دوی ویلي چې خبریالانو ته باید داسې خوندي ماحول برابر شي چې له کومې وېرې او فشار پرته خپل مسلکي کارونه ترسره کړای شي.

 

ټرایبل جرنلسټس کونسل د خېبر پښتونخوا له ګورنر، د پولیسو له لوړپوړو چارواکو او نورو اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د امان علي شینواري د ګواښلو پېښه په جدي توګه وڅېړي، د ګواښونو ورکوونکي کس شناخت وکړي، ویې نیسي او د قانون مطابق دې ورسره چلند وشي.

 

کونسل همداراز غوښتنه کړې چې د امان علي شینواري په ګډون د لنډي کوتل او نورو قبایلي ضلعو د ټولو خبریالانو د ژوند او مسلکي تحفظ لپاره اغېزمن اقدامات وشي.

 

د کونسل مشرانو ویلي چې خبریالانو ته ګواښونه ورکول او هغوی وېرول د منلو وړ نه دي او دوی به د خبریالانو د تحفظ، د صحافت د ازادۍ او د خبریالانو د مسلکي عزت لپاره په هر فورم خپل غږ پورته کوي.