پېښور (شال نیوز) : د پېښور په جمیل چوک کې د انډر پاس د جوړولو پر مهال د خاورې یوه لویه برخه راپرېوتې چې له امله یې دوه مزدوران تر خاورو لاندې شوي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، د پېښې له خبر ترلاسه کولو سمدستي وروسته دوه امبولانسونه د پېښې ځای ته استول شوي او امدادي کارکوونکو د مزدورانو د راایستلو عملیات پیل کړي دي.
ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، یو مزدور یې له خاورو ژوندی او روغ راایستلی، خو دویم مزدور لا هم تر خاورو لاندې دی او د راایستلو هڅې یې روانې دي. تر اوسه د پېښې د لامل او د مزدورانو د پېژندګلوۍ په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.


شال نیوز