کابل (شال نیوز) : د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال، او د کرزي په دوره کې د ملي امنیت مشر، امرالله صالح د طالبانو د نیول شویو غړو او منځنیو او لوړپوړو چارواکو سره د خپلو پخوانیو مرکو په اړه په یوه روایت کې ویلي چې د طالبانو ډېری غړو د تحقیق او پوښتنو ګروېږنو پر مهال د خپلو کړنو پښېماني څرګندوله، د بخښنې غوښتنه یې کوله او ویل یې چې غواړي د خپل هېواد لپاره ګټور واوسي.
نوموړي پر خپل ایکس کې په یوه لیکنه کې ویلي، د کلونو په اوږدو کې یې د طالبانو له ګڼو منځنیو غړو او څو لوړپوړو کسانو سره په توقیف ځایونو او د تحقیق په خونو کې اوږدې خبرې کړې دي. د امرالله صالح په وینا، د طالبانو د غړو څرګندونې د هغو ادعاوو او ظاهري زړورتیا سره ډېر توپیر درلود، چې اوس یې په ټولنیزو رسنیو کې د ځان په اړه وړاندې کوي.
نوموړي لیکلي: “د تحقیق پر مهال ټولو نیول شویو طالبانو، له استثنا پرته، د خپلو کړنو پښېماني څرګندوله، د بخښنې غوښتنه یې کوله او ویل یې چې د خپلو هېوادوالو په وژلو خواشیني دي او غواړي د افغانستان لپاره په مثبت ډول کار وکړي.”
صالح زیاته کړې، کله به چې د بحثونو پر مهال د قران کریم او حدیثونو یادونه کېده او یا به یې د طالبانو له دیني او کلتوري ژبې سره سمې خبرې ورسره کولې، نو هغوی به حیرانېدل. د پخواني چارواکي په خبره، طالبانو اوس د خلکو د پام رااړولو لپاره ډېرې کیسې ډراماتیکې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې هغه مهال یې هم د فزیکي شکنجې ملاتړ نه کاوه او اوس یې هم نه کوي، ځکه د ده په باور، د صبر، دقت او جزئیاتو ته د پاملرنې له لارې هم د تورنو کسانو اعتراف ترلاسه کېدای شي. صالح د خپلو خاطرو په دوام د ارزګان ولایت د مولوي شهابالدین په نوم د یوه طالب قاضي کیسه کړې چې هغه مهال په بند کې و.
د هغه په وینا، کله چې یې د مولوي شهابالدین دوسیه ولوسته، پوه شو چې نوموړی سپینږیری دی؛ له همدې امله یې امر وکړ چې ورسره وویني. امرالله صالح لیکلي، په لومړۍ لیدنه کې د مولوي شهابالدین د اورېدو ستونزې له امله خبرې سمې پر مخ ولاړې نه شوې، خو په دویمه ورځ ورته د اورېدو وسیله، مناسبې جامې او د عزت چپنه چمتو شوه او بیا ورسره وکتل شول.
د هغه په خبره، مولوي شهابالدین له خپلو کړنو انکار ونه کړ او ویې ویل چې په هغه سیمه کې د طالبانو قاضي و چې د ده په وینا، ان د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال هم هلته قاضي نه و ټاکل شوی.
دې پخواني چارواکي ویلي، د مولوي شهابالدین د خوشې کېدو لپاره یې د هغه مهال ولسمشر حامد کرزي ته وړاندیز چمتو کړ، خو کرزي وغوښتل چې نوموړی ارګ ته ورولي، څو خپله هم ورسره خبرې وکړي.
هغه په خپله لیکنه کې ادعا کوي چې طالبان د دوحې د هوکړې او هغو سیاسي تعاملاتو له لارې پر افغانستان واکمن شول چې اوس یې د ده په باور د له منځه تلو بهیر پیل شوی دی. نوموړی زیاتوي چې د خوست ولایت په ګډون په ځینو سیمو کې طالبانو د واکمنۍ تر وروستیو شېبو پورې حتی د ځمکې یوه متر هم تر خپل کنټرول لاندې نه درلود.
د امرالله صالح په وینا، د طالبانو د اوسني امنیتي جوړښت د مرستیالانو په ګډون یو شمېر کسانو په بېلابېلو وختونو کې له دوی سره د استخباراتي همکارانو په توګه کار کړی او ګڼې شبکې یې ورپېژندلې وې.
هغه ویلي، کله چې اوس د طالبانو د ځینو چارواکو مبالغې او څرګندونې اوري، زړه یې غواړي د هغوی د پخوانیو اعترافونو د ثبت شویو پروتوکولونو یوه برخه خپره کړي؛ خو بیا پرېکړه بدلوي او وايي چې ښايي لا هم د دغو اسنادو د کارولو اړتیا نه وي.


شال نیوز