واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان ضلعې په تويي خوله او زرملنه سیمو کې د نومبر په ۱۲مه د توپونو او ډرون په مبینه بریدونو کې د یوه پولیس اهلکار په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
ځايي سرچینې وايي، په وژل شوو کسانو کې د پولیسو کانسټېبل دادالله هم شامل دی، چې د تويي خولې د زرملنې سیمې اوسېدونکی و. د سرچینو په وینا، دادالله شاوخوا دوه میاشتې وړاندې له یوې وسله والې ډلې سره یوځای شوی و، خو تر اوسه پولیسو یا نورو حکومتي چارواکو له وسله والو سره د هغه د یوځای کېدو ادعا نه ده تایید کړې.
ځايي خلکو ویلي چې په تويي خوله او زرملنه کې د امنیتي حالاتو د خرابېدو له امله د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، کله د وسله والو پر ضد د عملیاتو او کله د تلاشۍ په نوم امنیتي کارروایۍ کېږي، چې دوی ادعا کوي په ځینو کې یې عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
ځايي خلکو ویلي چې د پرله پسې ناامنۍ او پوځي عملیاتو له امله یې ورځنی ژوند اغېزمن شوی او خلک د خپلو ځانونو او کورنیو د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.
د سیمې اوسېدونکو د خېبر پښتونخوا له ګورنر فیصل کریم کونډي غوښتي چې د دغو پېښو نوټس واخلي، د وژل شوو کسانو د مرګ په اړه دې بې پرې پلټنې وشي او د عامو خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره دې عملي ګامونه پورته شي.
دوی غوښتنه کړې چې په سیمه کې دې داسې امنیتي تګلاره خپله شي چې د وسله والو پر ضد د کارروایو پر مهال عامو خلکو ته زیان ونه رسېږي او په سیمه کې امن ټینګ شي.
تر اوسه حکومتي چارواکو د دغو مبینه بریدونو، د وژل شوو کسانو د شمېر او د بریدونو د مسئولیت په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی. د پېښې د څرنګوالي او مرګ ژوبلې خپلواک تایید هم نه دی شوی.


ظفر وزير