پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا دولتي پوهنتونونه د مالي سرچینو له کمښت سره مخ دي او د لوړو زده کړو کمېسیون (ایچ ای سي) وايي، د صوبې پوهنتونونه په مجموعي توګه د ۵ اربه او ۶۰ کروړه روپیو له مالي کسر سره مخ دي.

 

د دې ستونزې د هواري لپاره کمېسیون له وفاقي حکومته د ۱۸ اربه روپیو اضافي مرستې غوښتنه کړې ده. ایچ ای سي د وفاقي تعلیم وزارت ته په لېږلي لیک کې ویلي چې د پوهنتونونو لپاره د مالي سرچینو کمښت د معاشونو، تقاعد او نورو ضروري لګښتونو په ورکړه کې ستونزې پیدا کړې دي.

 

د کمېسیون د غوښتنې له مخې، له ۱۸ اربه روپیو څخه ۶ اربه روپۍ د پوهنتونونو د پخوانیو بقایاوو او مالي کسر د پوره کولو لپاره، ۳ اربه د پرمختیايي پروژو، معلوماتي ټکنالوژۍ د اسانتیاوو او بورسونو لپاره او ۹ اربه روپۍ د پوهنتونونو د انډومنټ فنډونو د جوړولو لپاره د لومړنۍ پانګې په توګه غوښتل شوې دي.

 

د ایچ ای سي په وینا، وفاقي حکومت د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ مالي کلونو راهیسې د پوهنتونونو لپاره خپله کلنۍ مرسته په ۶۵ اربه روپیو ساتلې ده، چې د اوسنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.

 

د روان مالي کال په بودیجه کې د خیبر پښتونخوا دولتي پوهنتونونو لپاره د وفاقي حکومت له خوا ۸ اربه او ۱۷ کروړه روپۍ ځانګړې شوې دي، خو د صوبايي حکومت مالي مرسته ۱۱ اربه او ۸۵ کروړه روپیو ته لوړه شوې ده.

 

کمېسیون خبرداری ورکړی چې د مالي سرچینو کمښت د لوړو زده کړو پر کیفیت او تعلیمي اسانتیاوو اغېز کوي. د پوهنتونونو اداره د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره د زده کوونکو پر فیسونو تکیه کولو ته اړ شوې ده.

 

د ایچ ای سي په وینا، د فیسونو نور زیاتوالی به د بېوزلو کورنیو د زده کوونکو لپاره لوړو زده کړو ته لاسرسی ستونزمن کړي. کمېسیون له وفاقي تعلیم وزارت څخه غوښتنه کړې چې د خیبر پښتونخوا پوهنتونونو لپاره د ۱۸ اربه روپیو اضافي مرستې وړاندیز د مالي چارو وزارت ته وړاندې کړي. د کمېسیون په باور، د دغو پیسو په ترلاسه کېدو سره به د پوهنتونونو بېړنۍ مالي ستونزې تر یوه بریده هوارې شي.