سوات (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د سوات ضلعې په کبل تحصیل کې د ریسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکو د سوات سیند په منځ کې بند پاتې اووه کسان او شاوخوا ۲۵۰ ګډې او وزې په خوندي توګه راویستلي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ د ویاند بلال احمد فیضي په وینا، د کبل د بره بانډۍ په سیمه کې د اوو کسانو او شاوخوا ۲۵۰ څارویو د بند پاتې کېدو اطلاع د ادارې کنټرول روم ته ورکړل شوې وه.

 

نوموړي ویلي، د اطلاع له ترلاسه کېدو وروسته د ضلعې د بېړنیو مرستو د ادارې مشر سید شعیب منصور په لارښوونه د بابوزو او کبل سټېشنونو د اوبو د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، ژغورونکو ډلو د سیمې د خلکو په مرسته او د ځايي جال په کارولو عملیات پیل کړل او ټول اووه کسان او شاوخوا ۲۵۰ ګډې او وزې یې له سینده په خوندي توګه راویستل.

 

اداره وايي، په دغو عملیاتو کې چاته ځاني زیان نه دی رسېدلی. د ریسکیو ۱۱۲۲ په خپرو شوو معلوماتو کې دا نه دي ویل شوي چې یاد کسان او څاروي څنګه د سیند په منځ کې بند پاتې شوي وو.