اسلام اباد (شال نیوز) : جاپان په پاکستان کې د پولیو ناروغۍ  له منځه وړلو هڅو د ملاتړ لپاره د ۴.۳ میلیونه امریکايي ډالرو نوې مرستې اعلان کړی، چې د دې پیسو له لارې به د ۲۰۲۷ کال د پولیو ضد کمپاینونو لپاره له ۲۸ میلیونو څخه زیات د واکسین ډوزونه واخیستل شي.

 

د جاپان حکومت دغه مالي مرسته په پاکستان کې د پولیو وایرس د خپرېدو مخنیوي او ماشومانو د دې خطرناکې ناروغۍ څخه د ژغورلو د هڅو یوه برخه ده. پاکستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې لا هم پکې د پولیو وایرس خپرېږي، خو په تېرو کلونو کې په هېواد کې د پولیو پېښې د پام وړ کمې شوې دي.

 

د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ۷۴ پېښې ثبت شوې وې، چې په ۲۰۲۵ کال کې ۳۱ ته راکمې شوې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۶ کال کې تر دې دمه د پولیو ۸ پېښې راپور شوې دي.

 

له دغو پېښو څخه ۶ په جنوبي خېبر پښتونخوا کې ثبت شوې دي، چېرته چې ناامني او سیمو ته د روغتیايي کارکوونکو د لاسرسي ستونزې د ماشومانو واکسین کول له لویو ننګونو سره مخ کړي دي.

 

په هېواد کې د پولیو وایرس د دوامداره شتون له امله، حکومت د نړیوالو شریکانو په همکارۍ د «روډ مېپ ټو زیرو» تر چتر لاندې د ۲۰۲۶-۲۷ کلونو لپاره ملي بېړنی پلان جوړ کړی، چې موخه یې د ۲۰۲۷ کال تر پایه په پاکستان کې د پولیو وایرس د لېږد مخنیوی او له منځه وړل دي.

 

د پولیو په هر ملي کمپاین کې له پنځو کلونو څخه کم عمره ۴۵ میلیونو څخه زیاتو ماشومانو ته د واکسین ورکولو هدف ټاکل کېږي، چې د دې لپاره له ۴ لکو څخه زیات مخکښ روغتیايي کارکوونکي خدمات وړاندې کوي.

 

د پولیو د مخنیوي په برخه کې د وزیراعظم فوکل پرسن عایشه رضا فاروق د جاپان نوې مرسته یو مهم پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې پاکستان د پولیو وایرس د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې چټکې کړې دي او په دې برخه کې د جاپان ملاتړ ځانګړی اهمیت لري. نوموړې زیاته کړې چې د واکسین هر ډوز پاکستان د پولیو څخه د پاک هېواد جوړولو هدف ته نږدې کوي.

 

په پاکستان کې د جاپان سفیر اکاماتسو شوئيچي ویلي، هېواد یې له ۱۹۹۶ کال راهیسې د پاکستان د پولیو ضد هڅو ملاتړ کوي او نوې مرسته یې د تېر کال په پرتله زیاته کړې ده، چې دا د پولیو وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو د ګډ هوډ څرګندونه کوي.

 

نوموړي ژمنه کړې چې د ۲۰۲۷ کال تر پایه د پولیو د له منځه وړلو هدف ته د رسېدو لپاره به د پاکستان ملاتړ ته دوام ورکوي. په پاکستان کې د جائیکا مشر استازي یوسوکې شینوزاکي او د یونیسف استازې پرنیل آیرن ساید هم د جاپان د مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ټولو ماشومانو ته د واکسین رسولو ډاډ ترلاسه کول د پولیو د له منځه وړلو لپاره بنسټیز اهمیت لري.

 

د یادونې وړ ده چې جاپان له ۱۹۹۶ کال راهیسې تر اوسه د یونیسف له لارې د پاکستان د پولیو ضد پروګرام لپاره د مرستو او پورونو په بڼه له ۲۴۸ میلیونو امریکايي ډالرو څخه زیاته مرسته کړې ده.