اسلام‌اباد (شال نیوز) : پاکستان د کانونو په برخه کې د بهرنیو پانګونو د راجلبولو لپاره د نومبر په ۱۲مه او ۱۳مه په اسلام‌اباد کې د کانونو د پانګونې دوه ورځنی نړیوال فورم جوړ کړی دی، خو په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني، سیاسي بې‌ثباتي او د طبیعي زېرمو د مالکیت پر سر اختلافونه د پانګونې پر وړاندې مهمې ننګونې بلل کېږي.

 

د ډیپلوماټ ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي چې پاکستان د سرو زرو، مسو او نورو قیمتي معدني زېرمو پراخې سرچینې لري چې ډېری یې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې دي. خو د مقالې له مخې، په دغو سیمو کې امنیتي ستونزې او سیاسي بې‌ثباتي د بهرنیو پانګوالو باور اغېزمنوي.

 

مقاله وايي، د کانونو په برخه کې د لویو پانګونو د راجلبولو لپاره یوازې د نړیوالو غونډو جوړول کافي نه دي. د کانونو د سیمو امنیت، د سړکونو خوندیتوب، د حکومتي تګلارو دوام او له ځايي خلکو سره همکاري هم ضروري ده.

 

د مقالې له مخې، د کانونو په لویو پروژو کې پانګونه اوږد وخت او ډېرې پیسې غواړي. له همدې امله بهرني شرکتونه غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی پانګونه به خوندي وي او د حکومت په بدلېدو سره به د قراردادونو او اقتصادي تګلارو په اړه ستونزې نه پیدا کېږي.

 

په مقاله کې راغلي چې د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي د کانونو په برخه کې د بهرنیو شرکتونو د پانګونې لپاره هڅې کوي، خو د دغو هڅو بریالیتوب تر ډېره په امنیتي وضعیت، سیاسي ثبات او اداري اصلاحاتو پورې تړلی دی.

 

بلخوا، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پښتونخوا د طبیعي زېرمو د استخراج او پلورلو له قراردادونو سره مخالفت څرګند کړی دی. پښتین په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د نومبر په ۱۲مه او ۱۳مه به د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د نړیوال بانک مخې ته د دغو قراردادونو پر ضد اعتراضونه ترسره شي.

 

نوموړي ویلي چې د پښتونخوا طبیعي زېرمې د پښتنو شتمني ده او د پاکستان مرکزي حکومت د ځايي خلکو له خوښې پرته د دغو زېرمو د پلورلو او استخراج د قراردادونو واک نه لري. هغه له پښتنو او سیاسي او مدني فعالانو غوښتي چې د طبیعي زېرمو د حقونو لپاره خپل غږ پورته کړي او اړوندو شرکتونو او چارواکو ته خپل اعتراضونه ورسوي.

 

د کانونو د پانګونې نړیوال فورم په داسې وخت کې جوړ شوی چې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د طبیعي زېرمو د مالکیت، د کانونو د استخراج د قراردادونو او له دغو زېرمو څخه په ترلاسه کېدونکو پیسو کې د ځايي خلکو د ونډې په اړه بحثونه روان دي.

 

د ډیپلوماټ د مقالې له مخې، د پاکستان لپاره مهمه ننګونه یوازې د بهرنیو پانګونو ترلاسه کول نه، بلکې د داسې خوندي او باثباته چاپېریال برابرول دي چې لویې اقتصادي پروژې پکې په اوږدمهاله توګه عملي شي.