فجیره (شال نیوز) : د متحده عربي اماراتو په فجیره کې د یوه ټرک او څو موټرو د ټکر او ورپسې اورلګېدنې له امله ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي. د فجیرې پولیسو ویلي چې پېښه د نومبر په ۱۲مه شپه هغه مهال شوې چې د یوه ټرک چلوونکي د خپل موټر کنټرول له لاسه ورکړ او له څو نورو موټرو سره وجنګېد.

 

د ټکر له امله په موټرو کې اور ولګېد چې د مرګ ژوبلې سبب شو. د پولیسو په وینا، د پېښې ۳۰ ژوبل کسان روغتونونو ته رسول شوي وو چې ۱۵ یې له علاج وروسته رخصت شوي او پاتې ۱۵ لا هم تر علاج لاندې دي.

 

تر اوسه د وژل شوو او ژوبلو کسانو د تابعیت او پېژندګلوۍ په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. د متحده عربي اماراتو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۱۸ موټر او پنځه ټرکونه ښکېل وو. پېښه د فجیرې ښار ته د ننوتلو پر لاره، د شیخ خلیفه بن زاید پر سړک شوې ده.

 

د فجیرې پولیسو ویلي چې په ژوبلو کسانو کې د پاکستان، هند، عمان، برازیل، اردن، مصر او متحده عربي اماراتو وګړي شامل دي. د وژل شوو کسانو په ډله کې اماراتي او هندي وګړي هم شته.

 

چارواکي د ځینو وژل شوو کسانو د پېژندلو لپاره د ډي اېن اې معاینې کوي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې په وژل شوو کسانو کې پاکستانیان هم شته او که نه.