ګلګت بلتستان (شال نیوز) : د ګلګت بلتستان د غذر ضلعې په یاسین دره کې د مسافرو یو ګاډی سیند ته غورځېدلی چې له امله یې د ښځو او یوې ۱۳ میاشتنۍ ماشومې په ګډون ۱۱ کسان مړه شوي او دوه نور ژوبل دي.
د پولیسو په وینا، پېښه د نومبر په ۱۲مه د ماښام په وخت شوې ده. د مسافرو هایس ګاډی له ګلګت څخه د یاسین درې هندور کلي ته روان و چې د مورکه پله سره نږدې له سړکه ووت او د یاسین سیند ته وغورځېد.
د ریسکیو ۱۱۲۲ ادارې ویلي چې د پېښې اطلاع ورته د شپې شاوخوا اته بجې ورکړل شوې وه. له دې وروسته د ګوپس، ګاهکوچ او سنګل سیمو څخه د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته ولېږل شوې. د ژغورنې په عملیاتو کې د سیمې خلکو هم برخه واخسته او له سیند څخه یې د مړو او ژوبلو کسانو په راویستلو کې مرسته وکړه.
د چارواکو په وینا، په لومړي سر کې د لسو کسانو مړي راویستل شوي وو چې دوه ښځې هم پکې شاملې وې. درې ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي وو، خو وروسته یوې ۱۳ میاشتنۍ ماشومې د ژوبلو له امله ساه ورکړه. له دې سره د مړو شمېر ۱۱ ته ورسېد او دوه ژوبل کسان پاتې شول.
د ځايي رسنیو د معلوماتو له مخې، په مړو کسانو کې د ګاډي ډرایور عادل، جمشېد عالم، منظور، سکندر شاه، مرزا نادر، امتیاز او شکور شاه هم شامل دي. راپورونه وايي چې په مړو او ژوبلو کسانو کې د هندور، اوملسېت او برکولتي سیمو اوسېدونکي شامل دي.
د ریسکیو ادارې ویلي چې د پېښې له ځایه د نورو ممکنه کسانو د موندلو لپاره یې د لټون عملیات هم پیل کړي وو. له ګلګت څخه د اوبو د ژغورنې ځانګړې ډله هم سیمې ته لېږل شوې وه.
د ګلګت بلتستان وزیراعلی امجد حسین په پېښه خواشیني څرګنده کړې او ضلعي انتظامیې او د صحت محکمې ته یې هدایت کړی چې ژوبلو کسانو ته د علاج ټولې ضروري اسانتیاوې برابرې کړي. نوموړي د ژغورنې په عملیاتو کې د بې غورۍ د مخنیوي او د ژوبلو کسانو د علاج د څارنې امر هم کړی دی.
پولیس وايي، د حادثې د علت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي. که څه هم په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې ګاډی د ډرایور له کنټروله وتلی و، خو تر اوسه د پېښې وروستی علت په رسمي توګه نه دی معلوم شوی.


شال نیوز