واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د پنجشنبې په سهار د ډزو په یوه پېښه کې یو کس وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي. پولیس وايي، په ډزو تورن کس له پېښې وروسته د استوګنې په یوه ودانۍ کې پټ شوی و او وروسته یې ځان ویشتلی دی.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، دا پېښه د نومبر په ۱۲مه، د سهار شاوخوا اتو بجو، د واشنګټن په لوګن سرکل سیمه کې شوې ده. دا سیمه له سپینې ماڼۍ شاوخوا یو نیم کیلومتر لرې پرته ده.
د لومړنیو پلټنو له مخې، په ډزو تورن کس د «ویډا فټنس» په نوم یوه ورزشي مرکز کې پر یوه کس ډزې کړې او وروسته یې له مرکز څخه بهر پر نورو کسانو هم ډزې کړې دي. پولیس وايي، تورن کس د موټرو د پارکینګ په لفټ کې هم پر یوه کس ډزې کړې او وروسته د استوګنې یوې ودانۍ اووم پوړ ته ختلی دی.
د پېښې یوه عیني شاهد جېمز سپېلمن ویلي چې د ډزو پر مهال په ورزشي مرکز کې شاوخوا ۵۰ کسان موجود وو. د هغه په وینا، د ډزو له غږونو وروسته یو کس پر ځمکه ولوېد او نورو کسانو د ځان ژغورلو لپاره منډې کړې.
یوه بل عیني شاهد ویلي چې لومړی یې د ډزو غږونه د کوم درانه شي د لوېدو غږونه ګڼلي وو، خو وروسته یې پر ځمکه وینې ولیدې او خلک یې په منډو ولیدل. له پېښې وروسته پولیسو د سیمې ځینې لارې وتړلې او اوسېدونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
ځانګړو پولیسو هغه ودانۍ محاصره کړه چې په ډزو تورن کس پکې پټ شوی و. د امریکا د تحقیقاتو مرکزي ادارې، اېف بي آی، او د وسلو او چاودېدونکو توکو د څار فدرالي ادارې هم د واشنګټن له پولیسو سره په پلټنو کې مرسته کړې ده.
د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، په ډزو تورن کس د ودانۍ د اوسېدونکو د ګډو چارو له ټولنې سره پر یوې مسئلې اختلاف درلود. خو دا لا نه ده څرګنده چې همدغه اختلاف د ډزو سبب شوی او که نه. پولیس وايي، تورن کس وروسته ځان ویشتلی دی، خو د هغه د روغتیايي حالت په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.
د امریکايي رسنیو په لومړنیو راپورونو کې د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه توپیر موجود و. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د تورن کس پرته پنځه کسان په ډزو لګېدلي چې یو یې وژل شوی او څلور نور ژوبل دي.
پولیسو تر اوسه د وژل شوي کس او په ډزو د تورن کس نومونه په رسمي توګه نه دي اعلان کړي. د پېښې د اصلي علت، د تورن کس د هدف او د ژوبلو کسانو د روغتیايي حالت په اړه پلټنې روانې دي.


شال نیوز