سوات (شال نیوز) : د سوات د پولیسو په تربیتي سکول کې د لوئر کورس ۳۱۵ پولیسو د روزنې له بشپړېدو وروسته د پاسنګ آوټ پریډ مراسم ترسره شول.
په دې مراسمو کې د ملاکنډ ریجن پولیس مشر زاهد نواز مروت د خاص مېلمه په توګه ګډون وکړ. د سوات ضلعي پولیس مشر محمد عمر، د پولیسو د تربیتي سکول ډایرکټر حبیب الله، ملکي او پولیس چارواکي، استادان او ګڼ شمېر پولیس هم په مراسمو کې موجود وو.
د ملاکنډ ریجن پولیس مشر چې د پریډ میدان ته ورسېد، د پریډ کمانډر ورته سلامي وړاندې کړه. زاهد نواز مروت د پریډ معاینه وکړه او د تربیتي سکول ډایرکټر له روزنه بشپړوونکو پولیسو څخه د وفادارۍ سوګند واخست.
زاهد نواز مروت خپلې وینا کې وویل چې د خېبر پښتونخوا پولیس د ترهګرۍ، جرمونو او د امن خرابوونکو عناصرو پر ضد مبارزه کې مهم رول لوبوي. نوموړي وویل چې د خلکو د سر او مال ساتنه، د قانون عملي کول او د امن ټینګښت د پولیسو اساسي ذمه وارۍ دي.
د هغه په وینا، د موجوده وخت له امنیتي ستونزو سره د مقابلې لپاره داسې پولیسو ته اړتیا ده چې مسلکي روزنه، نظم او ضبط، ایمانداري او ښه اخلاق ولري.
زاهد نواز مروت د سوات د پولیسو د تربیتي سکول د کار ستاینه وکړه او ویې ویل چې دغه اداره ملاکنډ ریجن ته د مسلکي او ذمه وارو پولیسو په روزنه کې مهم کردار ادا کوي.
نوموړي روزنه بشپړوونکو پولیسو ته سپارښتنه وکړه چې د خپلې دندې پر مهال له خلکو سره ښه چلند وکړي، بې طرفه پاتې شي، قانون پر ټولو یو شان عملي کړي او د خلکو باور وساتي.
د مراسمو په پای کې د ملاکنډ ریجن پولیس مشر زاهد نواز مروت هغو پولیسو ته ستاینلیکونه او انعامونه ورکړل چې د روزنې پر مهال یې ښه کارکردګي ښودلې وه.


عصمت علي اخون