واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان د پولیسو مشر (ډي پي او) شاه حسن په واڼا پولیس لاینز کې د پولیسو لپاره د منظور شوو جدیدو امنیتي وسایلو، د رابطو د نظام او نورو سرکاري تجهیزاتو معاینه کړې ده.

 

د کوز سویلي وزیرستان د پولیسو د ویاند له مخې، ډي پي او شاه حسن د معاینې پر مهال د ډرونونو د معلومولو او د هغوی د سیګنلونو د بندولو نظام، چې د انټي ډرون ډېټېکشن او جیمنګ سیسټم په نوم یادېږي، او ورسره تړلي کنټرول یونټونه کتلي دي.

 

د پولیسو مشر د پولیسو په ګاډو کې د استعمالېدونکو وائرلېس سیټونو، په لاس کې د وړلو وړ وائرلېس سیټونو، د ټرافیک پولیسو د سامان او په مرکزي ګودام کې د موجودو نورو سرکاري وسایلو هم معاینه کړې ده.

 

د پولیسو د بیان له مخې، شاه حسن اړوندو کارکوونکو ته هدایت کړی چې د ټولو امنیتي او تخنیکي وسایلو مناسبه ساتنه، د اړتیا پر وخت د هغوی موجودیت او مؤثر استعمال یقیني کړي.

 

نوموړي ویلي چې د دغو وسایلو سمه ساتنه او استعمال د پولیسو د مسلکي صلاحیتونو او د امنیتي حالاتو پر مهال د هغوی د کار کولو وړتیا په ښه کولو کې مرسته کولی شي.

 

د پولیسو په خپاره شوي بیان کې دا نه دي ویل شوي چې د ډرون ضد نظام د استعمال لپاره څومره پولیس روزل شوي او دغه وسایل به په کومو سیمو کې استعمالېږي.