کوهاټ (شال نیوز) : د کوهاټ یونیورسټۍ آف ساینس اېنډ ټیکنالوجۍ (کسټ) د جوړېدو ۲۵ کاله پوره شول. په دې مناسبت په یونیورسټۍ کې د سلور جوبلي ځانګړې غونډه وشوه، چې پکې د تعلیم، تحقیق او بېلابېلو سرکاري ادارو مشرانو او استازو ګډون وکړ.

 

د غونډې پر مهال د یونیورسټۍ د تېرو ۲۵ کلونو تعلیمي او تحقیقي کارونو یادونه وشوه او هغو استادانو ته نقد انعامونه او تعریفي سندونه ورکړل شول چې د تحقیق په میدان کې یې ښه کار کړی دی.

 

د یونیورسټۍ د معلوماتو له مخې، دا لومړی ځل دی چې د تحقیق په برخه کې د غوره کارکردګۍ لرونکو استادانو ته د ریسرچ اېکسیلنس ایوارډونو ترڅنګ نقد انعامونه هم ورکړل شوي دي.

 

په غونډه کې د خېبر پښتونخوا د پخواني ګورنر مرحوم افتخار حسین شاه مېرمن شمیم افتخار ځانګړې ګډون وکړ. د دې ترڅنګ د یونیورسټۍ پخوانیو وائس چانسلرانو، پرو وائس چانسلرانو، د خېبر پښتونخوا او پنجاب د بېلابېلو یونیورسټیو مشرانو، سرکاري چارواکو او د نورو ادارو استازو هم ګډون کړی و.

 

د غونډې په پیل کې د یونیورسټۍ د جوړېدو د ۲۵مې کلیزې کېک پرې کړل شو. په دې موقع د یونیورسټۍ د ۲۵ کلن سفر د یاد ساتلو لپاره د یوې نوې جوړې شوې یادګار پرانسته هم وشوه.

 

د غونډې یوه مهمه برخه د هغو استادانو د خدماتو ستاینه وه چې په علمي تحقیق کې یې نمایاں کار کړی دی. په دې لړ کې لومړی، دویم او درېیم مقام ترلاسه کوونکو پروفیسرانو ته نقد انعامونه او تعریفي سندونه ورکړل شول.

 

د کوهاټ یونیورسټۍ وائس چانسلر پروفیسر ډاکټر سید ظفر الیاس غونډې ته په وینا کې وویل چې د دوی ادارې په تېرو ۲۵ کلونو کې د تعلیم او تحقیق په میدان کې پرمختګ کړی او هڅه کوي چې دا لړۍ نوره هم پراخه کړي.

 

نوموړي د یونیورسټۍ په جوړولو او پرمختګ کې د پخوانیو وائس چانسلرانو او استادانو خدمات وستایل او ویې ویل چې د تعلیمي معیار لوړول، علمي تحقیق ته وده ورکول او زده کوونکو ته د ښه تعلیم برابرول به د ادارې په راتلونکو پروګرامونو کې مهم ځای ولري.

 

په غونډه کې د خېبر پښتونخوا د لوړو زده کړو ډائریکټر ډاکټر عمران الله مروت، د صوابۍ، بنو او نوښار یونیورسټیو وائس چانسلرانو، د ملتان او راولپنډۍ د ښځو یونیورسټیو مشرانو، د هائر ایجوکېشن کمېشن غړي ډاکټر شفیق، پخواني وائس چانسلر انجینئر خالد مسعود نیازي، پروفیسر ډاکټر سید تسلیم حسین، ډاکټر فدا یونس خټک، ډاکټر ذیشان زیب او پخواني ډین ډاکټر عصمت الله هم ګډون وکړ.

 

د دې ترڅنګ د کوهاټ ډي اېچ کیو هسپتال میډیکل سپرنټنډنټ ډاکټر طاهر علي شاه، د اېل اېم اېچ ډاکټر اکرام الله، د کوهاټ اسسټنټ کمشنر او د اېچ بي اېل او او جي ډي سي اېل استازو هم په غونډه کې برخه واخسته.

 

د غونډې ګډونوالو د یونیورسټۍ د ۲۵ کلن تعلیمي سفر یادونه وکړه او د علمي تحقیق، د استادانو د هڅونې او د زده کوونکو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو د زیاتولو پر اهمیت یې خبرې وکړې.

 

د کوهاټ یونیورسټۍ چارواکي وايي، د سلور جوبلي د لمانځلو مقصد یوازې د تېرو ۲۵ کلونو د کارونو یادونه نه، بلکې په راتلونکو کلونو کې د تعلیم او تحقیق د لا پرمختګ لپاره د هڅو دوام هم دی.