راولپنډۍ (شال نیوز) : د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان دوه خویندې، نورین نیازي او عظمیٰ خان، له ۵۲ ورځو بند وروسته د لاهور له کوټ لکپت زندان څخه خوشې شوې دي.
د کورنۍ وکیل رانا مدثر د دواړو خویندو د خوشې کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې هغوی د نورین نیازي لور هاجره نیازي ته سپارل شوې او خپلو کورونو ته رسېدلې دي.
نورین نیازي او عظمیٰ خان د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۲۱مه په لاهور کې د تحریک انصاف ګوند د احتجاج په تړاو نیول شوې وې. د پنجاب حکومت د عامه نظم ساتنې قانون له مخې د هغوی د ۳۰ ورځو لپاره د بندولو امر کړی و، چې وروسته یې موده د نورو ۳۰ ورځو لپاره وغځوله.
د دواړو خویندو کورنۍ د هغوی د نظر بندۍ پر ضد لاهور های کورټ ته هم عریضې کړې وې. محکمې د اکتوبر پر ۱۴مه اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې وه چې د نظر بندۍ پر ضد د استیناف غوښتنې په اړه د قانون له مخې پرېکړه وکړي.
محکمې د زندان چارواکو ته دا سپارښتنه هم کړې وه چې د هغوی د درملنې او له کورنۍ سره د لیدو اسانتیاوې برابرې کړي. د نومبر پر دویمه نېټه محکمې د نورین نیازي له لوڼو سره د لیدو اجازه هم ورکړې وه او د لاهور مرستیال کمېشنر یې د راپور وړاندې کولو لپاره غوښتی و.
نورین نیازي د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې د روغتیايي ستونزې له امله د پنجاب د زړه ناروغیو روغتون ته هم لېږدول شوې وه. بلخوا د عمران خان درېیمه خور علیمه خان لا هم د لاهور په کوټ لکپت زندان کې بندي ده.
د تحریک انصاف ګوند تر دې وړاندې د دواړو خویندو نظر بندي غیرقانوني بللې وه او د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې وه.


شال نیوز