ملاکنډ (شال نیوز) : د بټ خېلې ډګري کالج سره نږدې په کنال روډ یو موټر له ټرافیکي پېښې سره مخ شوی، چې له امله یې پنځه کسان ژوبل شوي دي.
د پېښې د اطلاع ترلاسه کېدو سره سم د ریسکیو ۱۱۲۲ میډیکل ټیم او د ریکوري ټیم د پېښې ځای ته رسېدلي دي او ژوبل کسان يي د بټ خېلي سرکاري روغتون ته رسولي دي. بلخوا د ریکوري ټیم پېښه شوی موټر په خوندي توګه له سړکه لرې کړی دی.
د ملاکنډ ضلعي انتظاميې له خلکو غوښتنه کړې ده چې د ګاډو چلولو پر مهال د ټرافیکي قوانینو پابندي وکړي، تېز رفتارۍ څخه ډډه وکړي او د ځان او نورو خلکو د ژوند خوندي ساتلو لپاره احتیاطي تدابیر عملي کړي.


محمد انس