پېښور (شال نیوز) : په پېښور کې د سختې لوخړې (فوګ) او هوايي ککړتیا له امله د ښار اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي او په بېلابېلو سیمو کې د لید واټن هم کم شوی دی.

 

د نومبر پر ۱۲مه د پنجشنبې په ورځ د پېښور په بېلابېلو برخو کې د لوخړې شدت زیات و، چې له امله یې د موټرو او موټرسایکلونو چلوونکي او پلي تګ راتګ کوونکي له ستونزو سره مخ شوي دي.

 

بل لور ته، د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د موسم د ورېځمن پاتې کېدو او وخت په وخت د باران امکان ښودل شوی دی.

 

د موسمیاتو ادارې د معلوماتو له مخې، د لوېدیځو هواګانو یوه څپه د صوبې پر بېلابېلو سیمو اغېز کوي، چې له امله به یې په ځینو ضلعو کې د باران او تندر برېښنا سره د تېزو بارانونو امکان وي.

 

په پېښور کې د تودوخې درجه شاوخوا ۲۲ درجې سانتي ګرېډ ثبت شوې، خو د هوا د بدلون له امله په راتلونکو ورځو کې د یخنۍ د زیاتېدو اټکل هم شوی دی.

 

روغتیايي کارپوهان له خلکو غواړي چې د هوايي ککړتیا پر مهال احتیاطي تدابیر ونیسي، له غیر ضروري تګ راتګ ډډه وکړي او د اړتیا پر مهال د باندې د وتلو لپاره حفاظتي ماسکونه وکاروي.

 

دوي په ځانګړي ډول ماشومانو، زړو کسانو او هغو خلکو ته چې د ساه لنډۍ او نورو تنفسي ناروغیو سابقه لري، د زیات احتیاط سپارښتنه کوي.