مفتي مصباح الله خان: د شمالي وزیرستان خلک له پوځي عملیاتو تنګ شوي، د امن لپاره دې قبایلي مشران او سیاسي ګوندونه په اعتماد کې واخستل شي د اتمانزیو وزیر جرګې ویاند او د شمالي وزیرستان سیاسي اتحاد غړي مفتي مصباح الله خان له شال نیوز سره په ځانګړې ویډیويي مرکه کې ویلي چې د شمالي وزیرستان خلک له پرله پسې پوځي عملیاتو تنګ شوي او اوس په سیمه کې د تلاشي یو بل عملیات هم روان دي. نوموړي ویلي چې دوی په وار وار له حکومتي او پوځي چارواکو غوښتنه کړې چې که مقتدرې حلقې په رښتیا په شمالي وزیرستان کې امن غواړي، نو د سیمې قبایلي مشران او سیاسي ګوندونه دې په اعتماد کې واخلي او د امن په اړه دې ورسره مشورې وکړي. مفتي مصباح الله خان وايي، د شمالي وزیرستان خلک امن غواړي او د سیمې د ستونزو د حل لپاره باید د ولس غږ واورېدل شي. د شال نیوز له مشر اېډیټر مجید بابر سره په دې ځانګړې ویډیويي مرکه کې مفتي مصباح الله خان د شمالي وزیرستان پر روانو حالاتو، پوځي عملیاتو، د ولس پر ستونزو او د امن د ټینګښت پر لارو خبرې کړې دي. ???? مرکه: مجید بابر — شال نیوز ستاسو په نظر، په شمالي وزیرستان کې د امن لپاره پوځي عملیات ګټور دي، که حکومت باید له قبایلي مشرانو او سیاسي ګوندونو سره خبرې وکړي؟