سوات کې د سوات ادبي یاران ټولنې تر سیوري لاندې د مشاعرې غونډه وشوه. په دې غونډه کې ځوانو شاعرانو ترڅنګ سپین ږیرو او تجربه لرونکو شاعرانو هم ګډون کړی و، چې خپل شعرونه یې په ترنم کې وړاندې کړل او د ناستو خلکو له لوري یې تود هرکلی او داد ترلاسه کړ. مشاعره د پښتو ادب او شاعرۍ د ودې او د شاعرانو ترمنځ د ادبي اړیکو د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې وه.


عصمت علي اخون