پاراچنار کې د تجاوزاتو د ختمولو او سړکونو د پراخولو لپاره د حکومتي عملیاتو ترڅنګ ځايي دوکاندارانو هم په خپله خوښه د دې بهیر ملاتړ پیل کړی دی. دوکانداران د خپلو دوکانونو مخې ته جوړ شوي تجاوزات لرې کوي، څو سړکونه پراخ او د ټرافیکو رواني ښه شي.