رزمک (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان په رزمک کېډټ کالج کې د کالج د تاسیس د کلیزې په مناسبت یوه غونډه شوې، چې پکې زده کوونکو د خپلې روزنې، نظم او ضبط او بېلابېلو صلاحیتونو مظاهره کړې ده.
په دې غونډه کې د کالج پرنسپل بریګېډیر نعمان عارف بنګش د خاص مېلمه په توګه ګډون کړی و، جبکہ د شوال رائفلز کمانډنټ بریګېډیر نعیم ثقلین هم موجود و.
د غونډې پر مهال کېډټانو د خپلې تعلیمي او مسلکي روزنې ترڅنګ د نظم او ضبط او نورو مهارتونو مظاهره وکړه. په بېلابېلو تعلیمي او روزنیزو برخو کې غوره کارکردګي ښودونکو زده کوونکو ته انعامونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
.jpeg)
بریګېډیر نعمان عارف بنګش غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې د ځوان نسل ښه تعلیم او تربیت د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره ډېر اهمیت لري.
نوموړي وویل چې معیاري تعلیمي ادارې د ځوانانو د صلاحیتونو په لوړولو او د راتلونکي ژوند له ستونزو سره د مقابلې لپاره د هغوی په تیارولو کې مهم رول لوبوي.
کېډټ کالج رزمک د شمالي وزیرستان له مهمو تعلیمي ادارو څخه دی، چې زده کوونکو ته د تعلیم ترڅنګ د نظم او ضبط او شخصیت جوړونې روزنه هم ورکوي.


عامر داوړ