واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان په مرکزي ښار واڼه کې د رستم بازار د میرزا عالم پمپ ترڅنګ په ډزو کې یو تن وژل شوی او یوه ښځه ژوبله شوې ده.

 

د ځایي سرچینو په وینا، وژل شوی کس له خپلې کورنۍ سره په موټر کې ډېره اسماعیل خان ته روان و. په موټر کې ورسره ماشومان او د سفر سامان هم موجود و، چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې.

 

سرچینې وايي، په ډزو کې دغه کس په موقع ووژل شو او یوه ښځه ژوبله شوه، چې د علاج لپاره روغتون ته رسول شوې ده. تر اوسه د وژل شوي کس او ژوبلې ښځې نومونه نه دي څرګند شوي او دا هم معلومه نه ده چې د برید انګېزه څه وه.

 

د پېښې له امله د واڼه بازار دوکاندارانو او ځایي اوسېدونکو اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی له ضلعي انتظامیې او پولیسو غوښتنه کړې چې په بازارونو او نورو کاروباري مرکزونو کې د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره امنیتي انتظامات زیات کړي.

 

دوکانداران وايي، د واڼه په مرکزي بازار کې دا ډول پېښې د خلکو ترمنځ وېره خپروي او پر کاروبار هم ناوړه اغېز کوي. تر اوسه د پولیسو رسمي دریځ نه دی ترلاسه شوی او د پېښې په تړاو د چا د نیول کېدو خبر هم نشته. د برید ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.