پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا پولیسو ویلي چې د پېښور په باړه شیخان سیمه کې یې د وسله والې نښتې پر مهال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یو قوماندان وژلی دی.

 

د پولیسو د خبرپاڼې له مخې، وژل شوی کس سیف الله نومېده چې د نیول کېدو له وېرې یې تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې ژوند کاوه او څه موده وړاندې بېرته پاکستان ته ستون شوی و.

 

پولیس وايي، سیف الله تازه د یوې وسله والې ډلې قوماندان ټاکل شوی و او پاکستان ته د بریدونو د ترسره کولو لپاره راغلی و.

 

د پولیسو په وینا، نوموړی په یو شمېر امنیتي پېښو کې د لاس لرلو په تور مطلوب و. په دغو پېښو کې د میدانک په سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه او د جمرود د علي مسجد په سیمه کې چاودنه هم شامله ده.

 

د راپورونو له مخې، د عملیاتو پر مهال دوه پولیس اهلکار هم لږ ژوبل شوي دي. د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید د سیف الله د وژل کېدو په اړه د پولیسو د عملیاتو ستاینه کړې ده.

 

بلخوا د خېبر پښتونخوا چارواکو تر دې یوه ورځ وړاندې ویلي وو چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې په عملیاتو کې د افغانستان د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ یو اوسېدونکی نیولی دی.

 

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې نیول شوی کس د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت پر مهال د ملي اردو غړی و او اوس په پاکستان کې له وسله والو فعالیتونو سره د تړاو په تور نیول شوی دی.

 

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي چې د ټي ټي پي وسله وال د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه تنظیموي. خو د افغانستان طالبانو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هېڅ وسله والې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

 

د سیف الله د وژل کېدو او په افغانستان کې د هغه د درې کلن موجودیت په اړه د پولیسو ادعاوې تر اوسه له خپلواکو سرچینو نه دي تایید شوې. د ټي ټي پي له لوري هم د دې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند شوی.