ډېره اسمعیل خان (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ضلعې په بندکورای سیمه کې وسله والو د نومبر په ۱۲مه د شپې د پولیسو پر تاڼه له بارودو ډک ګاډی جنګولی، چې له امله یې زوروره چاودنه شوې او د تاڼې مرکزي دروازه او دېوال نړېدلي دي.

 

د سیمې د رسنیو د راپورونو له مخې، وسله والو غوښتل چې له چاودنې وروسته تاڼې ته ننوځي، خو د پولیسو له خوا پرې ډزې شوې او برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.

 

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په چاودنه کې د پولیس تاڼې مرکزي دروازه، شاتنی دېوال او د ودانۍ ځینې نورې برخې زیانمنې شوې دي. تاڼې ته نږدې جومات ته هم سخت زیان رسېدلی او د شاوخوا کورونو دېوالونه هم اغېزمن شوي دي.

 

د پېښې له ځایه په خپرو شوو عکسونو کې د نړېدلو دېوالونو خښتې او د ودانۍ ماتې شوې برخې لیدل کېږي. په عکسونو کې یو شمېر خلک د شپې له خوا د چاودنې په ځای کې ولاړ دي او د زیانونو کتنه کوي.

 

د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، په تاڼه کې موجود ټول پولیس اهلکار خوندي پاتې شوي او د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

 

د سیمه ییزو رسنیو د معلوماتو له مخې، له برید وروسته د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مشر صاحبزاده سجاد احمد، اېس پي سټي افتخار شاه، اېس پي پهارپور اقبال خان او اېس پي ډېره سټي حافظ عدنان د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

 

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه ښيي چې یو شمېر پولیس افسران او نور کسان د شپې له خوا په یوه ځای کې راټول شوي دي. سیمه ییزې رسنۍ وايي چې دغه عکسونه د بندکورای له برید وروسته اخستل شوي دي.

 

له چاودنې وروسته د پولیسو اضافي نفري او امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د برید کوونکو د موندلو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي. تر اوسه د برید ذمه واري کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

 

د برید کوونکو د شمېر، د استعمال شوو بارودو او د زیانونو د بشپړو تفصیلاتو په اړه د پولیسو نور رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.